د پکتیا پوهنتون له طب پوهنځي څخه یو شمېر فارغان او د هغوی کورنۍ له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې له ځنډ پرته د نجونو زدهکړو ته شرایط برابر او د زدهکړو د دوام اجازه ورکړي.
د ديارلسمې دورې د زدهکړیالانو د فراغتغونډې په مراسمو کې دوی همداراز څرګنده کړه چې نجونې هم د هلکانو په څېر د زدهکړو حق لري او نور یې باید وخت ضایع نهشي.
له طب پوهنځي فارغ احمدالله وايي: «پهدې دوره کې له موږ سره نجونې هم وې چې کله اسلامي امارت راغی، پر دوی ځینې محدودیتونه ولګېدل.»
له طب پوهنځي فارغ محمد مصطفی وايي: «په ټولنه کې هم نارینه او هم ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا شته.»
له طب پوهنځي فارغ عارفالله سهاک وايي: «له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.»
یو شمېر کورنۍ چې د فراغت په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی هم هیله لري چې د زامنو په څېر يې لوڼې هم لوړې زدهکړې وکړي او له اسلامي امارته غواړي چې شرايط برابر او هر څومره ژر د تحصيل اجازه ورکړي.
د پکتیا اوسېدونکی داوود وايي: «ټول دا غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، لکه نن چې هلکان فارغ شوي، نجونې هم دغه ډول فارغې شي.»
د پکتیا اوسېدونکی برکتالله تکل وايي: «له لوړو زدهکړو وزارته مو غوښتنه ده چې نجونو ته اجازه ورکړي، ځکه چې د طب په برخه کې نجونو ډېره اړتیا ده.»
بلخوا بيا د لوړو زده کړو علمي مرستیال چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی وايي د نجونو د تحصيل په اړه د امارت د رهبري امر ته په تمه دي، که اجازه ورکړل شي دوی به د مسوولې ادارې په توګه شرایط برابر او اجازه ورکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خيرخوا وايي: «دا ټولو ته څرګنده ده چې تر امر ثاني پورې معطل دی، امر ثاني چې هر وخت راشي، همغه وخت به شروع شي.»
سږ کال د پکتیا پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۱۴۶ کسان فارغ شول چې نجونو فارغانو پهکې حضور نه درلود.