Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني نن سهار هرات ته تللی

ولسمشرۍ ماڼۍ نن (دوشنبه د چنګاښ په ۲۸ مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني نن سهار، د "یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د عمومي وضعیت ارزولو په موخه" دغه ولایت ته تللی دی.

د ارګ خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به د هرات ولایت، له پوځي او ملکي چارواکو او قومي مشرانو سره وګوري.

هرات ته د ولسمشر غني دا سفر داسې مهال دی، چې د معلوماتو پر بنست، د هرات له ۱۹ ولسوالیو ۱۷ یې طالبانو لاندې کړې دي او یوازې دوه ولسوالۍ د حکومت په کنټرول کې دي.

تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې، دا درېیم ولایت دی، چې ولسمشر غني ورته سفر کړی. وړاندې ولسمشر غني، خوست او بلخ ولایتونو ته هم تللی و.

شریک یي کړئ