Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوبایډن افغان‌ کډوالو لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالر بودیجه تاییدوي

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون (جمعه د زمري په لومړۍ نېټه) د بېړنیو اړتیاوو لپاره صندوق نه، افغانستان کې له اوسني وضعیت نه کډوال شویو کسانو او امریکا ته له افغانستانه د ځانګړې کډوالۍ ویزو بهیر لپاره، د ۱۰۰ میلیونه ډالرو بودیجې منظورۍ امر کړی دی.

د سپینې ماڼۍ بیان کې راغلي:"کېدای شي دا مرستې دوه اړخیزې یا څو اړخیزې ترسره شي. دا مرستې به د نړۍوالو بنسټونو، غیردولتي بنسټونو، حکومتونو، ادارو او د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لارې وي."

د امریکا متحده ایالتونه دمګړۍ هغو زرګونو افغانانو ته، امریکا ته د کډوالۍ په ځانګړو ویزو کار کوي، چې افغانستان کې یې امریکايي ځواکونو سره کار کړی او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځانونه خوندي نه احساسوي.

تمه ده چې د ځینو دغو افغانانو یوه ډله، د روانې میلادي میاشتې تر بشپړېدو وړاندې، د امریکا په ویرجینیا کې یوې پوځي اډې ته ورسول شي.

امریکا هغو افغانانو ته ویزې ورکوي، چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې یې افغانستان کې امریکایي ځواکونو سره د ژباړې او یا هم نورو برخو کې کار کړی دی.

وړمه ورځ، د امریکا کانګرس هغه طرحه تایید کړه، چې له مخې یې د امریکایي ځواکونو ۸ زره افغان همکارانو ته، امریکا ته د کډوالۍ ویزې ورکول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه