Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایرانی چارواکی: ناقانونه افغان کډوالو ته خدمتونه نه وړاندې کیږي

د ایران رسنیو د تهران د اتباعو او کډوالو د مدیر، احسان حیدري له قوله لیکلي چې، هېواد یې ناقانونه افغان کډوالو ته خدمات نه وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړې، له هغو کسانو سره به هم قانوني چلند وشي چې، دغو ناقانونه کډوالو ته کار ورکوي.

د دغو رسنیو په راپور کې راغلي: «هغه کډوال چې اسناد نه لري، باید له ځنډ پرته خپل هېواد ته ساتنه شي. د تهران د اتباعو ادارې د مصوبو له مخې، که غیر مجاز کسان پر دندو وګمارل شي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي او د کار له خاوند سره به هم له قوانینو سره سم چلند وشي.»

په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو له ستونزو ډک ژوند یوه د اندیښنې وړ مسأله ده چې په ځلونو پرې نیوکې شوې دي.

افغان کډوال وايي، په ایران کې له بې شمېره ننګونو سره مخ دي او د هوسا ژوند  امکانات ورته برابر نه دي.

دغه کډوال د ایران پر سیاستونو نیوکه کوي او وايي اړ شوي چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره ایران ته ولاړ شي.

په ایران کې افغان کډوال، اکبر سلطاني و ویل: « په ایران کې د افغان کډوالو اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی.»

په ایران کې مېشت افغان کډوال، عنایت الله الکوزي و ویل: «د ایران حکومت یوازې دا نه چې افغان کډوالو ته خدمات نه دي وړاندې کړي، بلکې هرځای چې یې ویني، نیسي یې او هېواد ته یې استوي.»

 بلخوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي بې وزلي او بې روزګاري ایران ته د هېوادوالو د کډوالۍ لامل ګڼي او له همدې امله له اسلامي امارت غواړي چې په هېواد کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکی، سمیع الله و ویل: «هغه ځوانان چې موږ سره په هېواد کې دي، تحصیلي کچه یې ډیره لوړه ده، په ډیرو ستونزو سره هېواد پریږدي، ټپیان کیږي. که په کوردننه کار پیدا شي هغوی ولې اړ شي چې کډوال شي.»

تر دې وړاندې د نیمروز ځایي چارواکو په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه هېواد ته د شاوخوا ۱۲۰ زره افغان کډوالو د جبري  راستنېدو خبر ورکړی و.

يو شمېر اېستل شوي کسان وايي، که په هېواد کې د کار زمینه ورته برابره شي، هېڅکله به هېواد پرېنږدي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي بې وزلي او بې روزګاري ایران ته د هېوادوالو د کډوالۍ لامل ګڼي او له همدې امله له اسلامي امارت غواړي چې په هېواد کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

تصویر بندانگشتی

د ایران رسنیو د تهران د اتباعو او کډوالو د مدیر، احسان حیدري له قوله لیکلي چې، هېواد یې ناقانونه افغان کډوالو ته خدمات نه وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړې، له هغو کسانو سره به هم قانوني چلند وشي چې، دغو ناقانونه کډوالو ته کار ورکوي.

د دغو رسنیو په راپور کې راغلي: «هغه کډوال چې اسناد نه لري، باید له ځنډ پرته خپل هېواد ته ساتنه شي. د تهران د اتباعو ادارې د مصوبو له مخې، که غیر مجاز کسان پر دندو وګمارل شي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي او د کار له خاوند سره به هم له قوانینو سره سم چلند وشي.»

په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو له ستونزو ډک ژوند یوه د اندیښنې وړ مسأله ده چې په ځلونو پرې نیوکې شوې دي.

افغان کډوال وايي، په ایران کې له بې شمېره ننګونو سره مخ دي او د هوسا ژوند  امکانات ورته برابر نه دي.

دغه کډوال د ایران پر سیاستونو نیوکه کوي او وايي اړ شوي چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره ایران ته ولاړ شي.

په ایران کې افغان کډوال، اکبر سلطاني و ویل: « په ایران کې د افغان کډوالو اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی.»

په ایران کې مېشت افغان کډوال، عنایت الله الکوزي و ویل: «د ایران حکومت یوازې دا نه چې افغان کډوالو ته خدمات نه دي وړاندې کړي، بلکې هرځای چې یې ویني، نیسي یې او هېواد ته یې استوي.»

 بلخوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي بې وزلي او بې روزګاري ایران ته د هېوادوالو د کډوالۍ لامل ګڼي او له همدې امله له اسلامي امارت غواړي چې په هېواد کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکی، سمیع الله و ویل: «هغه ځوانان چې موږ سره په هېواد کې دي، تحصیلي کچه یې ډیره لوړه ده، په ډیرو ستونزو سره هېواد پریږدي، ټپیان کیږي. که په کوردننه کار پیدا شي هغوی ولې اړ شي چې کډوال شي.»

تر دې وړاندې د نیمروز ځایي چارواکو په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه هېواد ته د شاوخوا ۱۲۰ زره افغان کډوالو د جبري  راستنېدو خبر ورکړی و.

يو شمېر اېستل شوي کسان وايي، که په هېواد کې د کار زمینه ورته برابره شي، هېڅکله به هېواد پرېنږدي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه