Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپین بولدک له لارې لا هم په ورځنۍ کچه سلګونه تنه هېواد ته راستنیږي

د سپين بولدک له لارې لاهم له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو بهير روان دی او په ورځنۍ کچه سلګونه تنه هېواد ته راستنېږي.

راستانه شوي کډوال وایي پاکستان کې لاهم افغانان ځورول کیږي او شتمنۍ يې ترې په زور اخیستل کیږي.

له پاکستانه را ایستل شوي افغان، شرف الدین و ویل:«موږ یې نه پرېښودو، په بازار کې نشو ګرځېدلی.»

له پاکستانه را ایستل شوي افغان، غمي و ویل: « موږ خپل ماشومان را ویستل د دې لپاره چې پاکستان پولیس راباندې چاپه وا نه اچوي، موږ چې وطن پرېښی و  د خپل ناموس لپاره مو پرېښی و.»

بلخوا مسوولين وایي د ژمي له پېلېدو سره سم یې، د سپين بولدک له لارې راستنېدونکو کډوالو لپاره اسانتیاوې زیاتې کړې دي.

د سرې مياشتې ټولني مرستيال، نورالدین ترابي و ویل: «خدمات په سم ډول رسول کیږي او د ژمي لپاره د بخاریو او ډبرو سکرو د وېش پلان هم جوړ شوی و.»

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال، حمدالله ترابي و ویل: «د راستنېدونکو کډوالو لپاره دلته د ژمي لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي دي چې د موسسو په مرسته کیږي.»

د سپين بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وایي، د راستنېدونکو کډوالو د بهیر د پايته رسېدو پورې به کډوالو ته وړيا خواړه برابروي.

د سپين بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال، محمد ادریس: «موږ تر اوسه د له راستنېدونکو سره د مرستو درولو تکل نه دی کړی، که د ورځې هر څومره کډوال راستنېږي د سپین بولدک سوداګر او هتۍوال یې ملاتړ او مرستې ته چمتو دي.»

کندهار کې سوداګر، احمدشاه خان و ویل: « له ۲۵۰۰ تر ۷۰۰ د سهار لخوا ویشو او همدومره کچه بیا د ماښام لخوا کډوالو ته ویشو. یانې د ورځې او شپې موږ ۶ زره کسانو ته ډوډۍ ورکوو.»

د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د سپين بولدک له لارې څه باندې ۱۳۵ زره کسان هېواد ته را ستانه شوي دي.

بلخوا مسوولين و ایي د ژمي له پېلېدو سره سم یې، د سپين بولدک له لارې راستنېدونکو کډوالو لپاره اسانتیاوې زیاتې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه