Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اختر پر لومړۍ ورځ کابل کې د راکټي بریدونو طراح ونیول شو

کورنیو چارو وزارت نن (یکشنبه د زمري په ۳ مه) وویل، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو، ارګ کې د اختر د لمونځ پر مهال، پر کابل ښار د راکټي بریدونو طراح او درې همکاران یې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، چې دغه کسان د کابل د پینځمې حوزې اړوندو کې نیول شوي دي.

ستانکزی وایي، د دې راکټي بریدونو اصلي طراح مومن نومېږي او د کابل پغمان کې څو بریدونو کې یې هم لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، مومن د طالبانو غړی دی او درېیو نورو کسانو سره نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه‌دي ویلي.

د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ، چې د لوی اختر لومړۍ ورځ هم وه، ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر لمونځ پر مهال، د ارګ شاوخوا کې درې راکټونه ولګېدل.

د کابل پولیسو د دغو راکټونو تر لګېدو وروسته وویل، چې چاته یې مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د راکټي بریدونو طراح او درې همکاران یې، د کابل پینځمې حوزې اړوندو کې ونیول شول.

شریک یي کړئ