د کابل پولیسو نن ( پنجشنبه د غبرګولي په ۱۳ مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شپږمې حوزې اړوندو کې یوې چاودنې، د دوو ښځو په ګډون څلور کسان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د کابل پولیس وایي، پېښه نن ماسپښین څه کم دوه بجې، د چهارقلعه پر سړک، د ملکي کسانو پر موټر شوې ده.
پولیس وایي، ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.
د کابل د پولیسو خبرپاڼه کې د پېښې د څرنګوالي په هکله ډېر جزییات نهدي راغلي.
تراوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.