Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روښنايي جنبش د برید پنځم تلین؛ 'حکومت د قناعت وړ ځواب رانه کړ'

د روښنایي جنبش ځينو غړو او د هېوادوالو پر د دغه جنبش پر غړو د برید د پنځم تلین په لمانځلو په منظور په کابل کې شمعې بلې کړې او یو ځل بیا یې د خپلو غوښتنو پر پوره کېدو ټینګار وکړ

له بامیان _ میدان وردګو له لارې افغانستان ته د ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د مزي تېرېدل، د روښنايي جنبش یوه له اصلي غوښتنو ده. د دغه جنبش غړو د ۱۳۹۵ کال د زمري په دویمه د خپلې دغې غوښتنې د حقیقت کېدو په پار په لاریون لاس پورې کړ؛ هغه لاریون چې پرې برید وشو او ۸۷ لاریون کوونکي ووژل شول او ۲۶۵ تنه نور ټپيان شول.

دغه چاودنې هغه مهال د لاریون والو په منځ کې وشوې چې هغوی د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې سره راغونډ شوي وو. دغو لاریون والو د حکومت پر دې پرېکړې اعتراض درلود چې د ترکمنستان د ۵۰۰ ولټه برېښنا مزي د سالنګ له لارې ولېږدول شي او دوی ټینګار کاوه چې دغه پروژه دې د بامیان - میدان وردګ له لارې عملي شي.

د روښنايي جنبش غړی حمزه الفت وايي:«د هغوی په یاد شمعې بلوو یوځل بیا خپل تړون تجدید کوو چې د شهیدانو لار دوام لري.»

د روښنايي جنبش بله غړې مومنه سروري هم څرګندوي:«له دغه حکومته تمه لرو چې په خپله وايي موږ مشروع حکومت یوو چې لږ تر لږه د دغه انساني ناورین عاملان پیدا کړي او دغې مسلې ته رسېدنه وکړي.»

د دغه جنبش یو شمېر غړي وایي چې لاهم حکومت فرصت لري او کولای شي چې افغانستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د سالنګ درې پر ځای د بامیان - میدان وردګو له لارې کابل او بیا نورو ولایتونو ته ولېږدوي.  

د روښنايي جنبش غړي محمد صادق صداقت وویل:«په کابل کې موږ هېڅ برېښنا نه لرو. له څلرویشتو ساعتونو یوازې دوه ساعته برېښنا لرو. د هغه پایله څه ده؟ د هغه پایله ضد او سرتمبه کول دي. د غوايي په ۱۱مه د کابینې پرېکړه ده.»

د روښنايي جنبش له لاریون او چاودنو پنځه کاله وروسته د دغه جنبش غړي وايي چې د هغې پېښې په هکله حکومت تراوسه دوی ته د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ