Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'دغازي اباد او ناړۍ ولسوالیو پرځېدو څېړنې لپاره پلاوی ګومارل شوی'

‎په کونړ کې سیمه ییزې سرچینې وايي د غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو د سقوط لاملونو د روښانه کولو لپاره یوه حکومتي پلاوي څېړنې پېل کړې دي.

 د کونړ والي اقبال سعید وايي څېړنې روانې دي ترڅو د سقوط لاملونه پیدا کړي:«دا هم موږ نه شو ردولی چې ځیني خاین خلک هم پیدا کېږي په عسکرو کې محلي اردو کې دي زموږ څېړنیز ټیمونه کار کوي.»
  
 د ناړۍ ځیني اوسېدونکي وايي طالبانو د غازي اباد او ناړۍ ترمنځه غځېدلې لار تړلې ده چې سختو جګړو او د خوراکي توکو نشتوالي له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.  

‎د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی جاوید وايي دوی په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه د سختو جګړو شاهدان و.
 
نوموړی زیاتوي:«افغان نظامیانو جګړه کوله خو وس یې پرې نه رسېده. سیمه کې طالبان ډېر شوي وو ځیني پوستې یې نیولې وې هغه بېز کې چې نظامیان راټول شوي وو مرمۍ لکېدلې.»

‎د یاد ولایت ځیني اوسېدونکي له مرکزي حکومت څخه غواړي د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو د سقوط عوامل پیدا کړي. 

د ناړۍ اوسېدونکی ګل رسول خان وايي:«د دې جګړې قربانیان یوازې افغانان دي. عامو خلکو ته مشکل رسېږي. دا ګورې دا ماشومان او زنانه دي. دوی ډېر تکلیف لیدلی دی. ما چې ښځو ماشومانو وضعیت ته کتل کابو و چې ورته ژړلي مې وای.»

غازي اباد اوسېدونکی اصف ننګ هم څرګندوي:«هغه خاین او غل چارواکي چې زما وطن یې پلورلی دی. د هغه به زړه درد نه کوي چې زما تجهیزات په پاکستان کې ولیدل شي او هلته یې واړوي. ولس هېڅ نه پوهېږي دا څه سیاست روان دی.»

‎په ولسي جرکه کې د کونړ ځیني استازي وايي په ناړۍ ولسوالۍ کې ځیني حکومتي ځواکونه پرته له جګړې طالبانو ته تسلیم شوي دي.
 
 په ولسي جرګه کې د کونړ استازي نعمت الله کریاب وویل:«په ناړۍ کې مهماتو له اړه خه کمی نه وه احساس شوې. ځکه هلته پروازونه کېدل طیارې کیناستی شوې خو هلته له دومره قوت سره له جګړې پرته په شا شول ځیني کورونو ته لاړل او ځیني تسلیم شول او ځینو تر اخره وجنګیدل خو یو شمیر سرتېري پرون په یو پرواز کې انتقال شوي دي.»

‎د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ناړۍ ولسوالۍ څخه د پاکستان چترال سیمې ته د پنځو افسرانو په کډون ۴۹ د افغان ځواکونو سرتېري ورغلي دي. 

کونړ د هېواد سرحدي ولایت دی چې ډيورنډ ګرښې سره اوږده پوله لري خو یاد ولایت څوارلس ولسوالۍ لري چې غازي اباد او ناړۍ هغه دوه ولسوالۍ دي چې د طالبانو په ولکه کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه