ولسمشر غني نن (دوشنبه د زمري په ۱۱ مه) د ملي شورا یوه ځانګړې غونډه کې وویل، چې افغانستان د بقا له ازموینې سره مخامخ دی او خلک دې د دې ازموینې تېرولو لپاره سره یو شي.
ولسمشر غني وویل، چې افغانستان کې د نړۍ پوځي حضور ختم شوی او اوس د راتلونکې ټاکل خپله د افغانانو په غاړه دي.
ولسمشر د ملي شورا دواړو جرګو غړو ته په اشاره وویل، چې هېواد بېساري یرغل سره مخامخ دی او دوی (وکیلان) له زرګونه خلکو سره په اړیکه کې دي او اړتیا ده، چې د نظام دفاع لپاره سره یو شي.
ولسمشر د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره د خپل شپږ میاشتني پلان خبره هم وکړه.
ولسمشر د طالبانو بریدونو ته په اشاره ویلي، چې د افغانستان خلک اجازه نه ورکوي، چې د اکوړه خټک مدرسه یې برخلیک وټاکي.
د ولسمشر غني په وینا، طالبان نه یوازې دا چې لا ظالمان شوي، بلکې ترهګرو ډلو سره یې اړیکې لا غښتلې کړې دي او له قاچاقبرو ډلو سره په همغږۍ د بندرونو نیول غواړي.
وړاندې طالبانو له بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپله هر شان اړیکه رد کړې وه.
ولسمشر ټیګار کړی، چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې هغه مهال پیل شوې، چې پر جمهوریت او ولسواکۍ له بهره فشارونه پیل شول او یوې ترهګرې ډلې ته مشروعیت ورکړل شو.
په دې اړه مو اندونه