Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیا وزارت وايي د کورونا گراف راټیټ شوی

افغان عامې روغتیا وزارت وایي، چې هېواد کې د کورونا د درېیمې څپې ګراف په راټیټیدو دی، خو خلک باید لا هم روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.

له دې سره د افغان جاپان روغتون ډاکټران وایي، چې که څه هم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱۳۰ ناروغان ورسره بستر دي، خو بیا هم د کورونا له کبله د مړینې شمېرې په کمېدو دي.

یوه ډاکټر حشمت فیضي ویلي: " د راتلونکو کسانو شمېر زیات شوی، ځکه چې د یوې اوونۍ راهیسې د درملنې مرکزونه تړلي دي او د مړینې شمېرې کمې شوې دي. "

د ډاکټرانو ځینې خپلوان وایي، چې د کورونا وایرس خطرناک دی او باید خلک یې جدي وګڼي.

د یوه ناروغ خپل احمد ویلي: "ډاکټران چې خلکو ته هر څه وایي باید خلک یې ومني. له کورونو و نه وځي او ماسکونه وتړي. "

که څه هم روغتیا وزارت وایي، چې په کورونا د اخته او تړې د مړو شمېر کم شوی، خو وېروس لا هم شته.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري ویلي: "له ښه مرغه د درېیمې څپې له لوړ ګراف تېر شوي یوو. اوس ګراف راټیټ دی، خو لا هم خطر شته. "

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۴۵ کسانو د کورونا معاینې مثبت شوې دي او په همدې موده کې ۱۵ تنه کورونا مړه کړي دي.

روغتیا وزارت خبرداری هم ورکړی، چې که خلک بې غوري وکړي، نو کورونا به بیا زیاته خپره شي او بیا به پر کووېډ-۱۹ د اخته او ترې د مړینې ګراف لوړ شي.

شریک یي کړئ