بېګاه (چارشنبه د زمري په ۱۳ مه) د سرپل ولایت اوسېدونکو د الله اکبر په نارو سره ددغه ولایت مرکز ته راوتلي وو او له افغان ځواکونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د سرپل یوه اوسېدونکي ویلي: " د بلخاب خلکو تل په یو غږ طالبانو او نورو ډلو ته ځواب ورکړی او هر څوک چې زموږ خلکو ته په سپکه وګوري، سخت ځواب به ورکړل شي. "
د سرپل ولایت یوه بل اوسېدونکي ویلي:"موږ د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او اساسي قانون څخه دفاع کوو. "
د سرپل پر اوسېدونکو سربېره، د نورستان، کاپيسا او بغلان ولایتونو اوسېدونکو هم د چهارشنبې پر شپه د الله اکبر نارې وکړي او پر باطل یې د حق پر بري ټینګار وکړ.
دیني عالمان دغه کمپاین ستایي او وایي چې د هېوادوالو له لوري د الله اکبر نارې دا ثابتوي چې افغان ځواکونه له ولسي ملاتړه برخمن دي.
د حضرت علي جومات امام میر سعید ساعدي ویلي: "پر روحیې ډېر اغېز کوي. الله اکبر هغه څوک وایي، چې مسلمان وي او کله به هم ناکام نه شي. "
د سنت الله رحیمي په نوم یوه دیني عالم ویلي:"د اسلام دین د یوه خاص کس دین نه دی. الله اکبر یوه سپیڅلې کلمه ده او څوک یې ځان ته نسبت نهشي ورکولی. "
عام خلک وایي چې د الله اکبر نارې لړۍ خلکو خپله پیل کړی بهیر دی او باید ترې سیاسي ګټه وانخېستل شي.
د الله اکبر نارې درې شپې وړاندې د هرات د اوسېدونکو له لوري پېل شوې او وروسته د څو نورو ولایتونو اوسېدونکو هم دغه نارې بدرګه کړې.
طالبان خبرداری ورکوي چې د الله اکبر شعار د دوی دی او ددې ډلې په وینا له هغو کسانو سره به حساب وشي چې له الله اکبرنارې نه ګټه پورته کوي.
په دې اړه مو اندونه