د سمنګان ځينې اوسېدونکی او ګرځندویان د رستم تخت د مرمت غوښتنه کوي.
دوی وايي چې د دغه تاریخي او لرغوني ځای ځينې برخې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.
یو شمېر سیلانیان او د سمنګان اوسیدونکي له حکومته غواړي چې دغه لرغوني ځای ته د سیلانیانو د پام اړولو په موخه دې په یادې سیمه کې پانګونه وکړي.
د سمنګان اوسېدونکی فردین عطایي وايي:«د تفریح لپاره ښه ځای دی، له پخوا دلته کورني او بهرني سیلانیان راتلل.»
ګرځندوی محمد عثمان هم وايي:«ځينې کافي شاپونه دې جوړ شي چې خلک راشي چای او قهوه وڅښي.»
بل سیلانی یا ګرځندوی صبغت الله هم څرګندوي:«تاریخي ځایونو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې دلته یو لرغونی او تاریخي ځای دی باید په ډېره ښه بڼه بیارغول شوی وای منځ کې یې حوض او ونې وای.»
د سمنګان اوسېدونکي محمد داوود هم وویل:«که چېرې د رستم تخت ته پاملرنه ونه شي ښايي کال په کال دا تخت ویجاړ شي او له منځه ولاړ شي.»
ورته مهال، د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې په تېر حکومت کې د رستم تخت شاوخوا سیمو د زرغونولو کار پیل شوی وو؛ خو لا یې هم چارې نه دي بشپړې شوې.
د دوی په وینا، د کورنیو سیلانیانو سربیره، زیات شمیر بهرني سیلانیان هم د دغې لرغونې آبدې لیدو ته لېواله دي.
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور رییس فیروزالدین منیب وايي:«په دغه ځای کې موږ باید بېلابېل نیالګي کېنوو چې د سیلانیانو پاملرنه ځان ته را جلب کړي.»
د رستم تخت د ګرځندوی مسوول صلاح صدیقي هم څرګندوي:«کابو ۴۰ تر ۴۵ تنه بهرني ګرځندویان د رستم تخت له ابدې لیدنه کړې ده.»
د رستم تخت د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار په دوه کیلومترۍ کې پروت دی او مخینه یې د کوشانیانو دورې ته رسیږي.