Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د جګړې له امله د بې ځایه شویو او پناه راوړونکو زیاتوالی

په هېواد کې د جګړې له زیاتوالي وروسته له جګړې په تېښته سلګونه کورنۍ چې ډېری یې د شمالي ولایتونو دي، کابل ته پناه راوړې ده.

د دغو بې ځایه شویو کورنیو په شمېر کې هره ورځ زیاتوالی راځي. د دغو بې ځایه شویو یوه ستره برخه چې اوس په پارکونو او سړکونو کې په خلاصه فضا او بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.

سمیرا (مستعار نوم) چې له جوزجان ولایته بې ځایه شوې ده وايي پلار، ورور او درې ماشومان یې کله چې، د خپلو ځانونو د ژغورنې لپاره له کوره تښتېدل؛ په یوه توغندي سره په نښه او وژل شوي دي.

هغه زیاتوي، ان پر دې هم نه ده بریالۍ شوې چې، هغوی ښخ کړي:«اشرف غني، دوستم... زما پلار پیدا کړئ!... ستاسو بچیان دې هم همدا ډول شي، تاسې یې زغملای شئ؟»

بله بې ځایه شوې قدریه هم وايي:«موږ ته دې یو ځای راکړي. یو سرپناه، پیسې، هر څه راځي خو موږ ته نه رسېږي.»
 
ډېری بې ځایه شوي چې د تخار، بدخشان، جوزجان او بغلان له ولایتونو کابل ته پناه راوړې ده، د کابل ښار د سرای شمالي د ازادۍ پارک کې شپې او ورځې تېروي.

 فاطمه یوه له دغو بې ځایو شویو څخه ده، فاطمه چې د یوه زوی او درېیو پیغلو لوڼو مور ده وايي، که چېرې دوی ته سرپناه ورنه کړ شي؛ نو دوی به له بې وزلۍ مړي شي:«کله چې راغلو څلور ورځې مو نه ځای درلود او نه ډوډۍ. اوس هم له ډېرو ستونزو سره یوه خېمه موږ ته راکړه.»

د فاطمې مور مریم هم وايي:«له تخاره په بد وضعیت کې راغلي یوو. په یوه موټر کې ۳۰ کسان راغلو.»

ځينې نور بې ځایه شوي کسان وايی هغه مرستې چې د حکومت او یا مرستندویه بنسټونو له خوا کېږي، د خلکو له خوا چور کېږي او هغوی ته چې مستحق دي نه رسېږي.

نادره یوه له دغو بې ځایه شویو وايي:«توکي راځي، ټول چور کېږي؛ موږ ته نه رسېږي.»

د حکومت د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه، څه باندې ۱۹۰ زره کورنۍ د هېواد له بېلابېلو سیمو بې ځایه شوي دي.

شریک یي کړئ