د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان دننه په کور، کابو ۶٫۳ مېلیونه بېځایه شوي لري چې هغوی له اوږدمهالي بېځایه کېدو سره مخ دي.
اوچا د کورنیو بې ځایه شویو وضعیت اندېښمنوونکی بللی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان په نړۍ کې په کور دننه د بېځایه شویو دویم لوړ شمېر لري.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې دغو بې ځایه شوي د تېرې یوې لسیزې په ترڅ کې د خپلو کورونو او د اوسېدو ځایونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي:«دمګړۍ شاوخوا ۶ اعشاریه ۳ مېلیونه وګړي چې له هرو ۷ افغانانو یو یې په اوږدمهاله توګه بېځایه شوی او ډېری یې د څه باندې یوې لسیزې په ترڅ کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دا د سوېلي اسیا په کچه لومړنی او د نړۍ په کچه دویم هېواد دی چې دومره کسان پهکې له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.»
د کابل ښار د څلورمې ناحیې د سرسبزي په څلور لارې په سیمه کې کابو ۸۰۰ کورنۍ ژوند کوي. شکریه چې له خپلو شپږو لوڼو او زامنو سره په دغې سیمه کې اوسېږي لري وايي شل ورځې وخت ورکړ شوی چې له دغه ځایه کډه وکړي.
شکریه زیاتوي:«۱۸ تر ۱۹ کلونو کېږي چې دلته ژوند کوو، اوس موږ له دې ځایه اوباسي، حیران پاتې یو چې چېرته ولاړ شوو.»
یوه بله بې ځایه شوې عادله هم څرګندوي:«په یوې خېمه کې ژوند کوو کله چې باران اوري د خېمې لاندې اوبه راځي، په کور کې موږ اوه کسه یو او کاريګر هم نهلرو.»
ورته مهال، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د دغه وزارت د ریاستونو په همغږۍ یاد وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د بېځایه شویو ستونزو ته رسېدنه کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وايي:«هر ولایت ته چې ځي، د هغه ولایت د کډوالو چارو په ریاست کې دوی ثبتېږي او کله ناکله له هغوی سره مرستې هم کېږي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې درې مېلیونه وګړي بې ځایه شوي چې یو مېلیون یې بېرته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه