د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په کور دننه درې مېلیونه تنه بې ځایه شوي شتون لري چې له دې ډلې یو مېلیون تنه یې خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي چې په نږدې راتلونکي کې د یاد وزارت له خوا خپلو ولایتونو ته د شاوخوا ۶۰ زره کورنیو بې ځایه شویو د لېږد لپاره چمتووالی روان دی.
عبدالمطلب حقاني وویل:«موږ دننه په افغانستان کې کابو درې مېلیونه بېځایه شوي لرو چې له دې منځه تراوسه د هغوی یو مېلیون تنه یې ولایتونو ته لېږدول شوي، له هغوی سره د خوړو مرسته شوې، ټرانسپورټ ورکړل شوی او کلي ته یې لېږدول شوي دي.»
محبالله چې د لسګونو نورو بې ځایه شویو په څېر د ناامنیو له امله له لغمانه کابل ته راغلی او له څو کلونو راهیسې دلته د کابل په یوه څنډه کې اوسېږي، وايي چې د ژمني له رارسېدو سره د هغه او د کورنۍ ستونزې یې دوه برابره کېږي.
محبالله زیاته کړه:«موږ له اسلامي امارته غواړو چې موږ ته چېرته ځمکه راکړي، ځای نهلرو، خوراکي توکي نهلرو.»
انور له لغمان ولایته یو بل بېځایه شوی وايي:«له دولته زموږ غوښتنه همدا ده چې له موږ سره مرسته وکړي، موږ په دغه ژمي کې مرستې ته ډېره اړتیا لرو.»
حمېرا چې د محب الله خان اینګور ده وايي، د خپلو ماشومانو ناڅرګند راتلونکي ته اندېښمنه ده. هغه له اسلامي امارته غواړي چې ماشومانو ته یې د زدهکړو زمینه برابره کړي.
حمیرا زیاته کړه:«زموږ ماشومان له ښوونځي پاتې دي. هغوی درس نهشي ویلای. له موږ سره مرسته نهده شوې.»
دغه وزارت همدا راز ډاډ ورکوي چې بې ځایه شویو سره به مرسته وکړي او ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.
په دې اړه مو اندونه