Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان وایي تر هغو چې اشرف غني واک کې وي طالبان سوله نه کوي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، تر هغو چې محمد اشرف غني واک پرېنږدي، طالبان سوله نه کوي.

عمران خان ویلي:"ما په خپله میاشتې مخکې، درې یا څلور میاشتې مخکې کوښښ وکړ، چې طالبان قانع کړم. د طالبانو د مشرتابه کسان دلته راغلي وو او موږ کوښښ وکړ چې هغوی قانع کړو، چې سیاسي حل ته غاړه کېږدي. یوازې هغه څه چې افغانستان کې د ګډوډۍ مخنیوی پرې کېږي، سیاسي حل دی. خو له بده مرغه هغه وخت چې طالبان دلته وو، داسې یې احساسوله چې له اشرف غني سره له خبرو ډډه کوي. د هغوی شرط دادی، چې تر هغو چې اشرف غني دلته وي، موږ د افغانستان حکومت سره د خبرو نیت نه لرو."

د پاکستان لومړی وزیر وایي، داسې احساسوي، چې د افغانستان حکومت اوس په دې هڅه کې دي، چې امریکا قانع کړي، چې بیا افغانستان کې جګړه کې ښکېله شي.

عمران خان ویلي:"هغوی (د افغانستان حکومت) اوس هڅه کوي، چې په یوه شکل امریکایان بېرته افغانستان ته راستانه کړي. تاسې پوهېږئ، چې د هغوی ټول دریځونه اوس دادي، چې امریکا او پاکستان د دې اوسنۍ خرابۍ مسوولین وګڼي. هغوی کوښښ کوي، چې په یوه شکل امریکا مداخلې ته قانع کړي."

په همدې حال کې دوحه کې د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په حضور کې، د امریکا، چین، روسیې، اروپایي ټولنې، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو استازو درې ورځې بحثونه کړي، چې اوس د فرانسې خبري اژانس وایي، کابل طالبانو ته یوه طرحه ورکړې.

د جمهوریت د مذاکراتي پلاوي یوه غړي ویلي، چې د افغانستان حکومت د تاوتریخوالي د ختمولو په بدل کې، طالبانو ته واک کې د شریکېدو وړاندیز کړی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي:"موږ سیاسي لار تراوسه نه ده تړلې. سیاسي لار لا هم شته. موږ دلته په دوحه کې یوو او که چېرې هغوی ( د افغانستان حکومت) وغواړي کولی شي، ستونزې په خبرو حل کړي."

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یويي شیایویونګ ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان سولې بهیر کې پرمختګ کې همکاري وکړي.

ښاغلي شیایویونګ ویلي:"چین چمتو دی، چې له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره همکاري وکړي. په دې بهیر کې به چین د افغانستان د حاکمیت او ځکمنۍ بشپړتیا او په خپلواکه توګه د ملي مسایلو مخته وړلو ته درناوی وکړي."

له دې ټولو سره د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې کابل به سقوط و نه کړي.

د پنټاګون ویاند جان کُربي ویلي:"غواړم ووایم، چې د کابل د سقوط په ګډون ټولې احتمالي نتیجې حتمي نه دي، داسې ښکاري چې هر څوک غواړي په دې هکله یو څه ووايي. اړتیا نه ده چې دغسې وشي. زه فکر کوم، چې سیاسي او نظامي مشرتابه پورې اړه لري، افغانان کولی شي د وضعیت بدلون لپاره سره راټول شي."

دا هر څه داسې مهال کې مخې ته راځي، چې طالبانو ۱۰ ولایتونه خپل کنټرول کې راوستي دي. 

شریک یي کړئ