د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (دوشنبه د وږي به اتمه) داسې پرېکړهلیک تصویب کړی، چې له مخې یې پر طالبانو غږ کړی، هغه افغانان چې غواړي له افغانستانه ووځي، اجازه دې ورکړل شي.
په دې پرېکړهلیک کې کابل کې د خوندي سیمې د جوړېدو څه نه دي ویل شوي، هغه څه چې د فرانسې ولسمشر یې په هکله ویلي وو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ته ۱۳ تایید رایې کارول شوي او روسیې او چین ممتنع رایه ورکړې.
په پرېکړهلیک کې بشرپالو برخو ته د لاسرسي، د بشري حقونو نه ملاتړ، سیاسي حل او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت ټینګار شوی.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وړمه ورځ وویل، چې فرانسه او ځینې نور هېوادونو ملګرو ملتونو ته داسې وړاندیز کوي، چې په کابل کې یوه خوندي سیمه جوړه کړې، چې له افغانستانه وتل خوندي وي.
د ملګرو ملتونو پرېکړهلیک کې کابل کې د امن سیمې په هکله څه نه دي ویل شوي، خو دا ویل شوي چې طالبان دې د افغانانو او بهرنیو وګړو خوندیتوب لپاره په خپله ژمنه ودرېږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک کې کې داسې څه نه دي راغلي، چې که طالبان له افغانستانه وتونکو افغانانو ته اجازه ور نهکړي، نو ملګري ملتونه به څه ګام اخلي؟
د ملګرو ملتونو دا پرېکړهلیک داسې مهال تصویب شوی، چې په تېرو دوو اوونیو کې له افغانستانه بېلابېلو هېوادونو ته د وتونکو افغانانو او بهرنیانو کسانو لړۍ روانه وه او د تېرې پنجشنبې پر ورځ د کابل هوایي ډګر دروازې ته څېره ځانمرګي برید کې چې داعش ډلې یې مسوولیت منلی، ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ تنه امریکایان ووژل شول او ۱۵۰ نه زیات کسان ټپیان شول.
په دې اړه مو اندونه