Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت شورا د ماشومانو او په افغانستان کې د نښتو په تړاو غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا نن ناوخته (دوشبنې) په افغانستان کې د ماشومانو او وسله والو جګړو په تړاو د یوې ناستې کوربه ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې دغه ناسته د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د وروستي درې میاشتني رپوټ په اړه د خبرو اترو په موخه ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا زیاتوي:«د ماشومانو او وسله‌والو نښتو اړوند کاري ډله به د دوشنبې په ورځ، د مارچ پر ۱۸مه، په افغانستان کې د ماشومانو او وسله‌والو نښتو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور په اړه د خپلو پایلو په هکله د مذاکراتو لپاره خپلې غیر رسمي سلا مشورې وکړي.»

دا پنځم ځل دی چې ملګرو ملتونه د افغانستان پر مسئلې بحث کوي.

د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹مه د دوحې غونډه، د فبرورۍ پر۲۹مه د امنیت شورا غونډه، د مارچ پر۶مه امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د سرمنشي د درې میاشتني راپور وړاندې کېدل، د مارچ پر ۱۵مه د یوناما د ماموریت د غځېدو په تړاو د امنیت شورا غونډه، د افغانستان په تړاو شوې غونډې دي، چې د شنونکو پر وینا، تر دې دمه یې د پاموړ پایلې نه‌دي لرلې.

د نړۍوالو چارو شنونکی احمد منیب رسا څرګندوي:«اسلامي امارت د مشرطو تعامل منل او د امنیت شورا د ارزښتي غوښتنې، په خپلو چارو کې لاس‌وهنه تعریفوي چې په حقیقت کې د دې لامل شوی چې دغه غونډې د پام وړ پایلې ونه‌لري.»

تر دې وړاندې هم اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د غونډو د پایلې نه ورکولو لامل په دغو غونډو کې د خپل استازي د حضور نشتوالی بللی و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه