Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په تړاو د امنیت شورا رای اخیستنه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا پر وخت د جمعې په مازیګر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما د ماموریت د غځېدو په تړاو د رایې اخیستنې په موخه یوه غونډه رابولي.

د دغې شورا د راپور لمخې، د یادې غونډې پرېکړه لیک د جاپان له لوري جوړ شوی او په حاشیه يي غونډو کې د شورا ټولو غړو پرې هوکړه کړې ده.

په دغه راپور کې همداراز راغلي، د امنیت شورا ځينو غړو په یاد پرېکړه لیک کې د ښځو د حقونو په تړاو د یوه متن پر زیاتېدو ټینګار درلود؛ خو روسیې او چین د یوناما د راپور ورکړې د څرنګوالي د بدلېدو غوښتنه وکړه او همداراز یې د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو او له دغه هېواد سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار درلود؛ خو دغه غوښتنې د امنیت شورا د نورو غړو له لوري ونه منل شوې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خپل راپور په یوه برخه کې ویلي: "چین او روسیې استدلال درلود چې، مقدماتي برخه باید د افغانستان اقتصادي وضعیت او د افغانستان بانک اړوند د کنګل شویو شتمنیو مسایل هم رابرسېره کړي. داسې ښکاري چې، چین د افغانستان په تړاو د یوناما له لوري په هرو درېیو میاشتو کې د راپور ورکړې پر ځای په کال کې دوه ځلي د راپور ورکړې وړاندیز کړی او همداراز یې د افغانستان د بشري مرستو او پراختيايي چارو پر وړاندې ننګونې د پرېکړه لیک د مسودې په اجرايي څانګه کې د ځای پر ځاییدو وړاندیز کړی او دغو وړاندیزونو د روسیې ښکاره ملاتړ هم له ځانه سره درلود؛ خو د شورا د اکثریت غړو له شدید مخالفت سره مخ شو او په لومړنۍ اصلاح شوې مسوده کې ځای ور نه کړ شو."

د سیاسي چارو شنونکي، ظهور الله ظهیر په دې تړاو و ویل: " روس او چین له دې سره موافق نه دي، او پر دې موافق نه دي چې دا یوازې او یوازې خپلې ځانګړې موخې لري، او دغه موخې د امریکا لپاره سر ته رسیږي. نو چین او روس ددې مخالفت کوي."

ټاکل شوې وه چې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه د ۵شنبې په ورځ جوړه شي؛ خو امنیت شورا وايي، دغه غونډه ځکه وځنډول شوه چې، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځېدو په تړاو د رایې ورکړې لپاره د امنیت شورا غړو ته ډېر وخت ورکړ شي.

د نړۍوالو چارو شنونکي، واحد فقیري طلوع نیوز ته و ویل: " که چېرې ملګري ملتونه د یوناما ماموریت وغځوي، دا هم د افغانستان په ګټه ده او کولای شي چې د ملګرو ملتونو له لارې له طالبانو سره د خبرو او تماس یو چینل پرانیستل وساتل شي."

د سیاسي چارو یوه شنونکي، جنت فهیم چکري بیا و ویل: " په افغانستان کې د یوناما ماموریت له نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو تامینول دي."

اسلامي امارت بیا په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي؛ خو له افغانستانه د راپور ورکړې پر مهال د دغه بنسټ د بې پرې والي غوښتنه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه