Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه د امریکې پر غیرمسوولانه وتلو دسیاسي کارپوهانو نیوکې

ځينې سیاسی کارپوهان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له لاسته راوړنې پرته او ناکام ګڼي.

دوی وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به منفي پایلې ولري له هغې ډلې پراخې ناامنۍ او بې وزلي له له ځان سره ولري.

ځينې کارپوهان د نشه يي توکو د قاچاق زیاتوالی، د ترهګریزو فعالیتونو ډېرښت او په دولتي بنسټونو کې پراخ فساد، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له لاملونو ګڼي. 

د سیاسي چارو کارپوه عبدالواحد طاقت وايي:«دوی (امریکایان) ترهګري یې خپلې وروستۍ کچې ته ورسوله او نړۍوال حیثیت یې ورکړ. او نشه يي توکي یې په کال کې دولس نیم زرو ته ورسول او حکومتوالي یې هغه وه چې په خپله یې ویل او دولت هم ډېر فساد او بې کاره دی.»

د امریکا د دفاع وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې څه باندې ۸۰۰ زره امریکایي ځواکونو او ۲۵ زره ملکي امریکایانو کار کړی دی. خو د دغو ځواکونو د وتلو پایله څه ده؟

 د سیاسي چارو کارپوه ملک ستیز څرګندوي:«دغه وتلو له ځانه درې ناوړه پایلې پرېښودې د ولسمشر شرموونکې تېښته، د واک تشه او د افغانستان د راتلوونکي لپاره د لارې نقشې نشتون.»

هغه زیاته کړه:«اوس به په طالب پورې اړه ولري چې څه ډول له دغه وتلو استفاده کوي. که چېرې له احساساتي چلن سره پر ځان به د نړۍ والو اړیکې محدودې کړي وضعیت به په کلکه ستونزمن شي.»

د سیاسي برخې یو شمېر کارپوهان د امریکایي ځواکونو وتل غیرمسوولانه بولي او وایي چې په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوي ارزښتونه له ګواښونو سره مخ دي.
 
د پوهنتون استاد شفیق الله شفیق وویل:«د بهرنیو ځواکونو د غیر مسوولانه وتلو پایلې دا دي هغه ارزښتونه چې په تېرو شلو کلونو کې پر هغو لګښت شوی دی او هغه پرمختګونه چې د افغانستان خلکو هغه ترلاسه کړې وې له ګواښ او خطر سره مخ کړې.»

یو شمېر هېوادوال هم د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله بېلابېل لید لوري لري.
 
د هلمند اوسېدونکی عبدالکریم وايي:«امریکا راغله او په شلو کلونو کې یې هېڅ خدمت ونه کړ. هغه مرستې یې چې کړې وئ غریب کس ته ونه رسېدې.»

د کابل اوسېدونکې نازي هم زیاتوي:«د ښځو، ځوانانو او ماشومانو برخلیک چې ښوونځي ته ځي څه کېږي؟ سړی هېڅ نه پوهېږي چې څه کېږي.»

امریکا د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې د برید په ځواب کې د القاعدې د ځپلو په موخه پر افغانستان برید وکړ. هغه مهال د امریکا ژمنه دا وه چې افغانستان به د عامه هوساینې او ډموکراسۍ له پلوه په آسیا او نړۍ کې په یوه بې ساري هېواد بدل کړي، خو د امریکایانو له شل کلن حضور وروسته، افغانستان لاهم د نړۍ د بې وزله او تر ټولو فاسدو هېوادونو په نوملړ کې دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه