Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'ګوګل ځینې حسابونه تړي - طالبان د پخوانیو چارواکو ایمیلونه لټوي'

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، پرون (جمعه د وږي په ۱۲ مه) ګوګل د دې پخلی و نه‌کړ، چې د افغانستان د دولت حسابونه یې بند کړي، خو دا یې ویلي، چې ګوګل د افغانستان حالت څاري.

ګوګل زیاته کړې:"د اړوندو حسابونو د خوندیتوب لپاره ځینې لنډمهالي ګامونه اخلو."

د مخکیني حکومت یوه کارکوونکي رویټرز ته ویلي، چې طالبان هڅه کوي د مخکنیو چارواکو برېښنالیکونو ته لاسرسی ومومي.

د مخکیني حکومت دغه کارکوونکي ویلي، چې طالبانو ترې غوښتي، د هغه وزارت په سرورونو کې موجود معلومات چې ده په‌کې کار کړی وساتي.

دغه چارواکي ویلي:"که زه دغه کار وکړم، هغوی (طالبان) به د وزارت د مخکیني مشرتابه رسمي معلوماتو او اړیکو ته لاسرسی پیدا کړي."

دغه حکومتي کارکوونکي زیاته کړې چې د طالبانو دغه غوښتنه یې نه ده منلې او اوس پټ ګرځي.

د رویټرز په رپوټ کې راغلي، چې د دوی معلومات ښيي، چې د مالیې، سوداګرۍ، لوړو زده‌کړو او کانونو وزارتونو په ګډون ګڼو حکومتي ادارو خپل رسمي ایمیلونه د ګوګل له لارې مدیریت کړي – دغه راز د ارګ د تشریفاتو ادارې هم د ګوګل حسابونه کارولي.

د انټرنیټي امنیت یوه کارپوه رویټرز ته ویلي، چې د امریکا جوړو ډيجیټلي زیربناوو ته لاسرسی طالبانو لپاره مهمه چاره ده او ډېر ارزښت ورته لري.

طالبانو لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا درېیمه اونۍ ده چې طالبان تقریباً پر ټول افغانستان واکمن دي - اوس داسې رپوټونه دي، چې طالبان د پخواني حکومت د چارواکو برېښنالیکونو پسې ګرځي.

شریک یي کړئ