Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان کې پر کابو ۴۰ ښوونځیو بریدونه شوي'

د بشري حقونو په اډانه کې د زده کړو د ساتنې نړۍوال ایتلاف وایي چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له پیله تراوسه افغانستان کې تر څلوېښتو په زیاتېدو ښوونځیو وسله وال بریدونه شوي چې په کې لسګونو کسانو خپل ژوند بایللی دی.

دغه ایتلاف په یوه راپور کې ویلي چې، په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې پر۴۰ ښوونځيو بریدونه شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ په یادو بریدونو کې په وژل او ټپيان شویو کسانو کې ۱۸۵ تنه یې زده کوونکې او یا هم ښوونکې وې.

د زده کړو د ساتنې نړۍوال ایتلاف اجرايي مدیره دیا نژهاون وايي:«په افغانستان کې ګواښوونکي تحولات د دې ښکارندويي کوي چې، د ښوونځيو امن او فعال ساتل یوه جدي اړتیا ده.»

ورته مهال هغه کورنۍ چې د خپلو کورنیو غړي یې په ښوونځیو کې د بریدونو پرمهال له لاسه ورکړي د دغو بریدونو د عامیلینو په سزا رسولو ټینګار کوي.

د روان کال د غويي پر اتلسمه په کابل کې د سیدالشهدا پر ښوونځي یو موټر بم برید وشو او په دې برید کې څه باندې ۲۰۰ زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دې پېښه کې د شکریې په نامه یوه زده کوونکې ترۍ تم شوې ده. د هغې پلار وايي، پر یاد ښوونځي له موټر بم برید او د شکریې له تري تم کېدو وروسته اوس یې نور بچیان ښوونځي ته د تګ لپاره چندانې زړه نه ښه کوي.

د شکریې پلار عبدالله احمدي وايي:«اوس خو کله ناکله ځي، خو له دې وروسته کله چې ډزې وشوې سهار نه تلله. سهار یې ویل چې زه ښوونځي ته نه ځم. ډزې کېږي طالبان راغلي دي.»

د شکریې خور فاطمه احمدي هم څرګندوي:«که زمینه برابره شي غواړم چې په راتلوونکې کې یو څه شم. په دغه وضعیت کې چې زموږ په هېواد کې دی وینم چې هېڅ سم نه دي چې موږ پرمختګ وکړو.»

طالبان وايي، په هېواد کې د زده کړو بهیر د دوام لپاره به هڅې وکړي.

د طالبانو غړی عبدالحنان حقاني وايي:«نه پر ښوونځيو به بریدونه نه کېږي، الحمدالله اسلام دی، د هر چا حفاظت کوي. اسلامي امارت به دوی ته ترقي ورکوي. په وړاندې امارت کې هم دوی ته ترقي ورکړله. داسې مو نه دي کړي چې یا مو مضامین کم کړي وي او یا مو ښه استادان نه وي پرېښي.»

له زده کړو د ساتنې نړۍوال ایتلاف په راپور کې همداراز راغلي چې، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې پر زده کوونکو، ښوونکو، ښوونځیو او پوهنتونونه څه باندې ۲۰۰ بریدونه شوي دي.
په دې بریدونو کې څه باندې ۶۰۰ زده کوونکو او ښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې او څه باندې ۷۰ ښوونځي هم زیانمن شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه