Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عبدالرحیم شهید ښوونځي زده کوونکي بېرته خپلو درسونو ته حاضر شول

د عبدالرحیم شهید ښوونځي زده کوونکي د دغه ښوونځي مخې ته له چاودنې څلور ورځې وروسته، بېرته خپلو ټولګیو ته راستانه شوي دي. 

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د ټولو ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو امنیت تامین کړي. 

نن په ټولګیو کې د هغو زده کوونکو پر مېزونو د ګلانو ګېډۍ اېښودل شوي دي، چې د تېرې اوونۍ د سه شنبه په چاودنه کې ووژل شول.

زده کوونکی عزیز الله وايي:«دا هغه ګلان دي چې د خپل ملګري علي سجاد پهلوان دلته اېښي و.»

بل زده کوونکي  سید نعمت الله هم وویل:«دردناکه ده کله چې موږ دلته راځو خپل دوست او نږدې ملګری میلاد علي زاده وینوو واقعاً ډېره دردوونکې ده ځکه چې زموږ یو ډېر ښه استعداد شهید شوی دی.»

د دغه ښوونځي ښوونکي له حکومته غواړي چې د زده کوونکو امنیت وساتي.
 
د شهید عبدالرحین ښوونځي ښوونکی محمد تقي حسیني وايي:«د یوه ښوونکي په توګه زموږ غوښتنه دا ده چې د هېواد د ټولو وګړو امنیت دې تامین کړي په ځانګړې توګه د ښوونځیو، مدرسو او جوماتونو.»

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې سرپرست حکومت په ټول هېواد کې د امنیت د ټينګښت لپاره پلانونه په پام کې لري.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«په عمومي کچه دې ته اړتیا ده چې د دغو پېښو مخه ونیول شي چې د ښوونځیو، مدرسو او جوماتونو په ګډون په هېڅ ځای کې رامنځته نه شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د عبدالرحیم شهید ښوونځي ته نږدې چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې لسګونه تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه