له یوې میاشتې زیات وخت وشو، چې له اووم ټولګي نه د پورته زدهکوونکو ښوونځي رخصت دي او دې چارې ته د زدهکوونکو اندېښنه ده.
د شمېرو پر بنسټ، ښوونځیو ته د نهه میلیونه تنه تلوونکو زدهکوونکو له منځه ۷۰ سلنه یې اوس ښوونځیو ته له تګ بې برخې دي.
ځینې زدهکوونکي د سرپرستې کابینې له مسوولانو غواړي چې ژر تر ژره دوی ته د تعلیم د دوام اسانتیا برابره کړي.
د احمد بهادر په نامه کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکی وایي، اول کورونا او بیا وروستي سیاسي تحولات د دې سبب شوی، چې ښوونځي ته له تګ نه پاتې شي.
بهادر ویلي:"د نوي حکومت له کبله موږ ښوونځیو ته له تګه بې برخې یوو. تر دې مخکې کورونا وه او اوس دا سیاسي بدلون زموږ د تدریس مخه کې خنډ دی."
د پوهنې وزارت یو مخکینی سلاکار وایي، اوسمهال له ۷۰ سلنې نه زیات زدهکوونکي ښوونځيو ته له تګه بې برخې دي.
د پوهنې وزارت مخکیني سلاکار پرویز خلیلي ویلي:"د نهه میلیونه زدهکوونکو له منځه اوس ۷۰ سلنه د سیاسي او ټولنیزو مسیالو له کبله ښوونځيو ته له تګه بې برخې دي."
له دې سره ځينې زدهکوونکي خپلې نامعلومې راتلونکې ته په اندېښنې سره وایي، چې ژر دې یې درسونه بېرته پیل شي.
د ایمل په نامه یوه زدهکوونکي ویلي:"له طالبانو غواړم چې موږ ته د تعلیم اسانتیا برابره کړي چې راتلونکې کې خپل هېواد ته خدمت وکړم."
د سرپرستې کابینې فرهنګي کمېسیون بیا وایي، چې د اووم ټولګي نه د پورته زدهکوونکو تعلیمي بهیر ډېر ژر پیل شي.
د سرپرستې کابینې د فرهنګي کمېسیون یوه غړي سعید خوستي ویلي:"کار پرې روان دی او ډېر ژر به له اووم ټولګیو پورته زدهکوونکو ته د تعلیم اسانتیا برابره شي."
دا ټول داسې مهال چې وړاندې د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې له لومړۍ تر شپږم ټولګي پورې زدهکوونکي دې په عادي شکل خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
په دې اړه مو اندونه