Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینه: کابل کې داعش پورې د اړوندې یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي چې، د کابل اولسمې حوزې په اړوندو کې د تېرې شپې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې یو مرکز له منځه وړل شوی دی.

له دې سره جوخت یوې امنیتي سرچینې طلوع نیوز ته ویلي دي چې، په دغو عملیاتو کې د یوې کورنۍ لس تنه غړي چې د داعش ډلې پورې تړلي وو هم وژل شوي دي.

د خیرخانې کوتل په سړک د بوستان سیمه کې د تېرې شپې جګړې د سیمې خک هم وارخطا کړي وو.
        
د پېښې شاهد فرید څرګندوي:«جګړه پیل شوه او له سپکو او درنو وسلو کار واخیستل شو. د شپې ناوخته وضعیت لا پسې خراب شو.»     
د پېښې بل شاهد فضل الخدا هم وايي:«ډېرې ځواکمنې چاودنې وشوې چې زه یې دننه په هټۍ کې ولړزولم او دوړې یې وکړې.»

د پېښې شاهدان وایي چې دغه عملیات د یکشنبې شپې په اتو بجو پېل شول او د شپې تر نږدې لسو بجو روان وو.
بل خوا د عملیاتو هدف ته نږدې کورونه هم زیانمن شوي دي.
           
د سیمې اوسېدونکي حشمت الله وویل:«زموږ ماشومانو ژړل. تر سهاره موږ ویده نه شو. که چېرې دا وضعیت دوام ولري موږ له اسلامي امارت نه هېڅ ډول هیله نه لرو. ځکه چې دوی نه شي کولای د کابل امنیت ټينګ کړي.»

د چارو شنوونکي په کابل ښار کې د دا ډول عملیاتو او جګړو په هکله وايي چې د داعش بریدونه باید له پامه ونه غورځول شي.
  
د پوځي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي:«د داعش بریدونه باید له پامه ونه غورځول شي. باید ژر تر ژره تدابیر ونیول شي او اردو او ځانګړي ځواکونه رامنځته شي.»

په کابل کې د تېرې شپې عملیات په داسې حال کې ترسره شول چې د یکشنبې ورځې له غرمې وروسته هم په کابل کې یوه چاودنه وشوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په وینا دغه چاودنه پرملکیانو وشوه چې مرګ ژوبله یې واړوله. بلخوا د ملګرو ملتونو هم نن دغه پېښه غندلې ده.

خو تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

یوې امنیتي سرچینې طلوع نیوز ته ویلي دي چې، په دغو عملیاتو کې د یوې کورنۍ لس تنه غړي چې د داعش ډلې پورې تړلي وو هم وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه