Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ، کندوز او سرپل کې ټولې زده کوونکې نجونې ښوونځیو ته ځي

په بلخ کې زده کوونکې نجونې له اسلامي امارت څخه غواړي چې په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، د هېواد په ډېریو ولایتونو کې یوازې ابتدایه ښوونځي د نجونو لپاره پرانیستي دي، خو په ځينو نورو ولایتونو کې کله بلخ، کندوز او سرپل کې د متوسطه او لېسې دورې نجونې هم ښوونځي ته درومي.

زده کوونکې حسنیه وايي:«هغه نجونې چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړې اجازه نه لري، د هغوی حق دی چې درس ولولي او باید زده کړې وکړي.»

بله زده کوونکې حدیثه هم څرګندوي:«د دې هیله لرم چې په نورو ولایتونو کې هم نجونې وکړای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.» 

په مزار شریف کې د سلطان راضیه د نجونو ښوونځی له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د زرګونه ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانستی دی.

په دغه ښوونځي کې د ۱۶۲ ښوونکو له لوري ۴۶۰۰ ښځینه زده کوونکو ته زده کړه ورکول کېږي.
 
د سلطان راضیه ښځينه ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې تبسم وايي:«زده کړه زموږ حق دی. موږ غواړو چې په خپل هېواد کې پرمختګ وکړو او هېڅوک نه شي کولای او باید له موږ څخه د زده کړو حق وا نه خلي.» 

په دې لړ کې د بلخ پوهنې رییس وایي چې په دغه ولایت کې د ښوونیزو پروګرامونو له پېلېدو راهیسې د نجونو ښوونځي تر دولسم ټولګي پرانستې وو او دغه کار د پوهنې وزارت په اجازه شوی دی.

د بلخ د پوهنې رییس جلیل سیدخیلي څرګندوي:«موږ د نجونو ټولګي جلا کړي دي او د هلکانو ټولګي مو هم جلا کړي دي، حتا د ښځينه ښوونځي ملازمه هم ښځه ټاکل شوې ده.»

د مزار شریف د پوهنې آمرهم ښوونه او روزنه د نجونو حق ګڼي او هغوی ته د زده کړې د زمینې پر برابرېدو ټينګار کوي.

د بلخ د پوهنې ریاست شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو څه باندې ۶۰۰ ښوونځي فعال دي چې په دغو ښوونځیو کې تر ۵۰۰ زرو زیات نجونې او هلکان درس وایي چې ۵۰ سلنه یې نجونې دي.

د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، د هېواد په ډېریو ولایتونو کې یوازې ابتدایه ښوونځي د نجونو لپاره پرانیستي دي، خو په ځينو نورو ولایتونو کې کله بلخ، کندوز او سرپل کې د متوسطه او لېسې دورې نجونې هم ښوونځي ته درومي.

تصویر بندانگشتی

په بلخ کې زده کوونکې نجونې له اسلامي امارت څخه غواړي چې په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، د هېواد په ډېریو ولایتونو کې یوازې ابتدایه ښوونځي د نجونو لپاره پرانیستي دي، خو په ځينو نورو ولایتونو کې کله بلخ، کندوز او سرپل کې د متوسطه او لېسې دورې نجونې هم ښوونځي ته درومي.

زده کوونکې حسنیه وايي:«هغه نجونې چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړې اجازه نه لري، د هغوی حق دی چې درس ولولي او باید زده کړې وکړي.»

بله زده کوونکې حدیثه هم څرګندوي:«د دې هیله لرم چې په نورو ولایتونو کې هم نجونې وکړای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.» 

په مزار شریف کې د سلطان راضیه د نجونو ښوونځی له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د زرګونه ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانستی دی.

په دغه ښوونځي کې د ۱۶۲ ښوونکو له لوري ۴۶۰۰ ښځینه زده کوونکو ته زده کړه ورکول کېږي.
 
د سلطان راضیه ښځينه ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې تبسم وايي:«زده کړه زموږ حق دی. موږ غواړو چې په خپل هېواد کې پرمختګ وکړو او هېڅوک نه شي کولای او باید له موږ څخه د زده کړو حق وا نه خلي.» 

په دې لړ کې د بلخ پوهنې رییس وایي چې په دغه ولایت کې د ښوونیزو پروګرامونو له پېلېدو راهیسې د نجونو ښوونځي تر دولسم ټولګي پرانستې وو او دغه کار د پوهنې وزارت په اجازه شوی دی.

د بلخ د پوهنې رییس جلیل سیدخیلي څرګندوي:«موږ د نجونو ټولګي جلا کړي دي او د هلکانو ټولګي مو هم جلا کړي دي، حتا د ښځينه ښوونځي ملازمه هم ښځه ټاکل شوې ده.»

د مزار شریف د پوهنې آمرهم ښوونه او روزنه د نجونو حق ګڼي او هغوی ته د زده کړې د زمینې پر برابرېدو ټينګار کوي.

د بلخ د پوهنې ریاست شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو څه باندې ۶۰۰ ښوونځي فعال دي چې په دغو ښوونځیو کې تر ۵۰۰ زرو زیات نجونې او هلکان درس وایي چې ۵۰ سلنه یې نجونې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه