Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ازبیکستان کاري‌ ډلې تر ۱۰ ورځو یوه کړنلار چمتو کوي

حکومتي چارواکي وايي چې د افغانستان او ازبیکستان ګډې کاري ډلې تر راتلوونکو لسو ورځو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د څرنګوالي لپاره د لارې یوه نقشه یا کړنلار چمتو کړي. 

ازبیکستان د افغانستان درېیم سود اګریز شریک او د تاجیکستان په ګاونډ کې پروت د منځنۍ آسیا هغه مخکښ هېواد دی چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته یې له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال وايي چې له افغان چارواکو سره په وروستیو غونډو کې د دواړو هېوادونو د پانګونې د زیاتوالي او همدارنګه د سوداګریزۍ د ښه والي په هکله خبرې اترې کړي او د دا راز غونډو پر دوام یې ټينګار کړی دی.

د نړۍوالې سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال عمرزکووف وايي:«موږ له خپلو افغان وروڼو سره خبرې کړي چې تر دې وروسته څرنګه هغوی ته برېښنا برابره کړو او پر افغانستان برېښنا پرې نه شي، موږ په دې برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو او موږ له افغانانو غواړو چې صادق واوسي؛ زموږ دوستي او ورورولي به دوام ولري او موږ به خپل افغان وروڼه د ژمي په بدو شرایطو کې یوازې پرې نه ږدو.»

افغانستان له ازبیکستان سره د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا او دغه راز د ټرانزیټ د ښه والي په برخه کې ډېرې پروژې لري.
اوس مهال د هېواد د اړتیا وړ برېښنا یوه برخه له ازبیکستانه تامینېږي او په دې برخه کې له دغه هېواده افغانستان ته د برېښنا د مزو د غځولو د څو پروژې طرحې تر کار لاندې دي.
  
د اسلامي امارت ویاند انعام الله سمنګانی څرګندوي:«د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په هکله هم خبرې اترې شوې دي او همدارنګه په ازبیکستان کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو پر حل هم خبرې اترې شوې دي.»

د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د جوړولو په برخه کې هم د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ څو پروژې پېل شوې دي او تر ټولو مهمه دا چې ازبیکستان په کال کې افغانستان ته د شاوخوا ۷۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادروي، په داسې حال کې چې ازبیکستان ته د هېواد صادرات خورا لږ دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان له ازبیکستان سره د سوداګرویز اړیکو پراختیا په سیمه او ازبیکستان کې د سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه بولي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی زیاتوي:«د افغانستان لپاره د ازبیکستان اهمیت زښته زیات دی، تاسې پوهېږئ چې موږ د ازبیکستان له لارې د سیمې نورو هېوادونو او روسیې ته لار لرو.»

د صنعت او سود اګرۍ وزارت پخوانی مرستیال سلیمان بن شاه هم وايي:«په وروستیو کلونو کې د افغانستان په هکله د ازبیکستان اقدامات ډېر مهم و، تېر کال حتا د ازبیکستان ولسمشر له افغانستان سره د سوداګرۍ اړیکو د ښه والي لپاره فرمان صادر کړ.»

ټاکل شوې ده چې د ازبیکستان او افغانستان کاري ډلې تر راتلوونکو لسو ورځو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د څرنګوالي په هکله یو کړنلار چمتو کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه