Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر دوو ورځو لپاره کابل ته راغلی

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی یې نن سهار کابل ته رارسېدلي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، چې ترکمنستانی پلاوی به په کابل کې له رییس‌الوزار او د اسلامي امارت نورو جګپوړو چارواکو سره وګوري.

کریمي وایي، چې ترکمنستانی پلاوی به دوه ورځې په کابل کې وي او په پلاوي کې یې د ټاپي پروژې مشر هم دی.

د بلال کریمي په وینا، په کتنو کې به د ټاپي پروژې د کار د پیل په هکله خبرې وشي.

ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو پرانیستله.

ټاپي د غازو نل لیکې پروژه ده، چې د غازو دا نل لیکه به ۱۸۱۴ کیلومټره په اندازه کې له ترکمنستان نه افغانستان، بیا پاکستان او هند ته غځېږي.

د ټاپي پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره یاد شوی.

اسلامي امارت وایي چې ټاکل شوې ترکمنستانی پلاوی به د اسلامي امارت چارواکو سره د ټاپي غازو نل لیکې پروژې او ځینو نورو مسایلو په هکله خبرې وکړي.

تصویر بندانگشتی

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی یې نن سهار کابل ته رارسېدلي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، چې ترکمنستانی پلاوی به په کابل کې له رییس‌الوزار او د اسلامي امارت نورو جګپوړو چارواکو سره وګوري.

کریمي وایي، چې ترکمنستانی پلاوی به دوه ورځې په کابل کې وي او په پلاوي کې یې د ټاپي پروژې مشر هم دی.

د بلال کریمي په وینا، په کتنو کې به د ټاپي پروژې د کار د پیل په هکله خبرې وشي.

ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو پرانیستله.

ټاپي د غازو نل لیکې پروژه ده، چې د غازو دا نل لیکه به ۱۸۱۴ کیلومټره په اندازه کې له ترکمنستان نه افغانستان، بیا پاکستان او هند ته غځېږي.

د ټاپي پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره یاد شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه