Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دمالیې وزارت له قید او شرط پرته د افغانستان د شتمنیو ازادول غواړي

د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو د اسلامي امارت د ټینګار پر دوام، اوس مالیه وزارت له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا غواړي چې، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ له کوم قید او شرط پرته آزادې کړي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي چې د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د نړۍوالو قوانینو پرخلاف او د افغانستان د ملت په حق کې ظلم دی:«هغه پیسې چې د نړۍوالې ټولنې له خوا بندې شوې دي، د اسلامي امارت پیسې نه دي، بلکې د افغانستان د خلکو پیسې دي، د سوداګرو پیسې دي، د بې وزلو خلکو پیسې دي او د دغو پیسو کنګل پاتې کېدل د نړۍوالو ارزښتونو پر خلاف دي او باید ژر تر ژره ازادې کړل شي.»

سره له دې چې، مالیه وزارت وايي، د حکومتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې د پیسو له کمښت سره مخ نه دي؛ خو ټينګار کوي چې، په افغانستان کې د احتمالي بشري ناورین مسوول به امریکا وي.

ورته مهال ځينې صنعت کاران په کابل کې یوې غونډه کې وايي که چېرې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ژر تر ژره ازادې نه شي، اقتصادي کړکېچ نه یوازې افغانستان بلکې نور هېوادونه هم زیانمن کوي.

صنعت کار محمد شاه شهاب څرګندوي:«که چېرې دغه پیسې ازادې نه شي، په هېواد کې جرم او جنایت زیاتوالی مومي او له دغې موکې ناوړه استفاده شوې او د نشه يي توکو قاچاق او کښت هم زیاتوالی موندلی دی چې نه یوازې افغانستان بلکې د نړۍ نور هېوادونه به هم زیانمن کړي.»

بشري حقونو ته درناوی، زده کړو او کار ته د نجونو او ښځو لاسرسی هغه شرطونه دي چې، نړۍوالې ټولنې د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادولو ته ایښي؛ خو اسلامي امارت د دغو شرطونو عملي کولو ته تل ژمنه ښودلې ده.
 
د افغانستان پخوانی ډيپلوماته شکریه بارکزۍ وايي:«امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي، ځکه دغه پیسې که چېرې ازادې نه شي د افغانستان اقتصاد به صفر شي او دا به په هېواد کې وضعیت خراب کړي.»

د بشري حقونو مدافع زرقا یفتلي وویل:«تر هغې چې د طالبانو له خوا د نړۍوالې ټولنې شرطونه عملي نه شي، نه یوازې د افغانستان پیسې به ازادې نه شي، بلکې نړۍ به نوی حکومت هم ونه پېژني.»

د تېر حکومت له پرځېدو سره سم، د افغانستان بانک نږدې ۱۰ مېلیارده ډالره په بهر او په ځانګړې توګه په امریکا کې کنګل شوې.

څه موده مخکې د امریکا مالیې وزارت ویلي وو چې، لا تر اوسه د افغانستان د شتمنیو د ازادولو په اړه څه پروګرام نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه