Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ د امارت د منځکړیتوب په هکله رپوټونه

د اسلامي امارت له خوا د پاکستان د طالبانو تحریک او پاکستان حکومت ترمنځ د منځګړیتوب په هکله د رپوټونو په غبرګون کې کابل وايي په هر بهیر کې چې اغېزناک رول ولري، مرسته به وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه خبرې د هېواد د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني په منځګړيتوب په خوست ولایت کې ترسره شوې دي.

اسلامي امارت سره له دې چې، دغه مسله نه تایید او نه هم ردوي خو زیاتوي، اسلامي امارت به چې په هر بهیر کې اغېزناک واوسي خپل رول ترسره کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي څرګندوي:«د اسلامي امارت دریځ دا دی، هغو ستونزو د حل لپاره یې کار کول اغېزناک وي، د زمینې برابرونکي په توګه رول لوبوي.»

د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالباني تحریک لا تر اوسه د افغانستان په کوربتوب د خپل منځیو خبرو په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني طالبانو په تحریک کې سرچینو د دوی او د پاکستان حکومت تر منځ د اوربند په تړاو د یو شمېر بندیانو د آزادولو شرط اېښی دی.

پخوانی پوځي جنرال واحد طاقت په دې هکله وايي:«پاکستان غواړي چې موږ دوکه کړي. غواړي چې د افغانستان اسلامي امارت په دوو لومو کې واچوي. دا ښه کار نه دی او پاکستان باید خپل خد وپېژني.»

د سیاسي چارو شنوونکی جاوېد جاوېد وویل:«طالبان غواړي چې د سیمې هېوادونو ته خپله اغېز وښيي. یعنې دا چې د دې وړتیا لري ترڅو له هغو ډلو سره چې د دغو هېوادونو امنیت ګواښي، دغه اندېښنې رفع کړي.»

خو په کابل کې سیاسیون بیا له دغو خبرو د افغانستان کوربتوب د اسلامي امارت لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«که چېرې سراج الدین حقاني دغه خبرې اترې تسهیل کړې وي، دا د افغانستان خلکو ته یو سرلوړی دي.»

تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر ویلي وو چې، حکومت یې د پاکستاني طالبانو د تحریک له ځینو غړو سره پر خبرو لګیا دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک له ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان د حکومت پر ضد جنګېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه