Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل شرمونکې چاره وه

د امریکا مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې او دا چاره یې شرمونکې او وحشتناکه بللې.

ټرمپ له فاکس نیوز سره مرکه کې د امریکا جګپوړي نظامیان له افغانستان نه په بېړه د امریکایي ځواکونو وتلو کې مسوول ګڼلي دي او زیاته کړې یې ده، څه چې پېښ شول باید امریکایي نظامیانو یې پېښېدو ته اجازه نه وای ورکړې.

د ټرمپ په وینا، امریکا باید په ځواک سره له افغانستان نه وتلې وای او په بېړه وتل یې تسلیمۍ ته ورته چاره وه.

ډانلډ ټرمپ ویلي: "هغه څه چې هغوی په اصطلاح شاتګ وکړ، په رېښتیا چې تسلیمي وه، شرمونکې او وحشتناکه چاره وه، چې کله هم له رواني اړخه ترې نه شو خلاصېدای. "

د ټرمپ دا خبرې داسې حال کې دي، چې هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د شمېر کمولو امر وکړ او د ټولو امریکایي پوځیانو شمېر یې ۲۵۰۰ ته راښکته کړ.

د امریکا ولسمشر د بایډن په اداره نیوکه کړې، چې امریکایي ځواکونه څرنګه مخکې تر هغې له افغانستان نه ووتل چې ځینې امریکایان او د امریکا ویزه لرونکي افغانان په افغانستان کې پاتې شوي.

ټرمپ د وسایلو په نه لېږدېدو هم نیوکه کړې ده.

ډانلډ ټرمپ د بګرام پوځي اډې د پرېښودو له کبله هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې چین به د دې پوځي اډې مسوولیت خپل کړي.

ټرمپ ویلي: "موږ باید د بګرام له پوځي اډې نه وای وتلي: "دا اډه چین ته نږدې ده او د چین اټومي مرکز ته یو ساعت واټن کې ده. زما وړاندوینه داده چې چین به د دې مرکز کنټرول خپل کړي. "

وړاندې اسلامي امارت چینایانو ته د بګرام پوځي اډې د ورکولو راپورونه رد کړي.

ډانلډ ټرمپ وایي، امریکا باید په ځواک سره له افغانستانه وتلې وای او په بېړه وتل یې تسلیمۍ ته ورته چاره وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه