Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند به سبا د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو د غونډې کوربه وي

ټاکل شوې ده چې هند سبا (چهارشنبې د لړم په ۱۸مه) د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو کوربه وي.
 
دغه ناسته چې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت شورا د سلاکارانو په کچه جوړېږي او په کې به د هېواد د وروستیو تحولاتو په اړه بحث وشي.

په دغې ناسته کې به د روسیې، ایران، هند، ازبیکستان او تاجیکستان استازي ګډون ولري، خو دغې ناسته کې افغانستان ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

بلخوا هندۍ رسنیو خبر ورکړی دی چې چین او پاکستان دغې غونډې ته خپل استازي نه لېږي.
 
د نړۍوالو چارو شنونکی لطیف نظري وايي:«هغه غونډه چې ټاکل شوې ده په هند کې جوړه شي، د افغانستان، چین او پاکستان د نه حضور له امله ګټوره پرېوتای نه شي.»

حکومت دې ته په هیله مندۍ سره چې ګوندې دغه غونډه له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو د ښه والي لامل شي، تمه لري چې په راتلونکې کې په دغه راز غونډو کې د اوسني حکومت استازي هم ګډون ولري.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«اسلامي امارت د دا ډول غونډو له جوړېدو وېره او اندېښنه نه لري، بلکې هیله لري چې له افغانستان سره د ښو همکاریو مساعد رامنځته کړي، د افغانستان اسلامي امارت په دې نظر دی چې باید په نورو غونډو کې د اسلامي امارت استازي په مستقیمه توګه حضور لري.»

باورونه دا دي چې د دې غونډې له جوړېدو د نوي ډیلي موخه دا ده چې د طالبانو په تړاو د منځنۍ آسیا د هېوادونو، چین ایران او روسیې نظرونه څرګند کړي او د هغوی پر راتلونکو پرېکړو وپوهېږي.

په ناروې کې د افغانسان پخوانۍ استازې شکریه بارکزۍ وویل:«هند د یوه ملګري هېواد په توګه غواړي چې له غونډې یوه نظرپوښتنه ولري چې د افغانستان په هکله د سیمې هېوادونو او نړۍ د زبر ځواکو د اجماع په هکله پوه شي.»

تر دې وړاندې د افغانستان په تړاو سیمه ییزې غونډې په مسکو او تهران کې هم وشوې چې ګډونوالو یې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو، د بیان پر آزادۍ، د ښځو پر آزادۍ او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ.

د افغانستان په تړاو د سیمه ییزو غونډو د جوړېدو په لړ کې ټاکل شوې ده، سبا په هند کې هم د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه د افغانستان په تړاو یوه غونډه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه