Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو د هند غونډې د ګډونوالو ټينګار

د افغانستان په اړه د سیمې د امنیتي غونډې درېیمه دوره یي غونډه نن د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې جوړه شوه. د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په هکله خبرې اترې وکړې.

د هغې اعلامیې پر بنسټ چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې ده، د دغې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت په رامنځته کېدو ټنیګار کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په دغې ناسته، د ترهګرۍ، د نشه يي توکو قاچاق، افراط پالنې او له افغانستان د بشري مرستو د زمینو برابرولو په هکله بحث شوی دی.

ګډونوال په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل یوه اړتیا ګڼي او زیاته کړې ده چې د دغه هېواد د ټولو وګړو غوښتنې ته باید پاملرنه وشي.

په اعلامیه کې راغلي دي:«باید د افغانستان د ټولنې ټولې برخې، په حکومت کې د قومي - سیاسي ډلو په ګډون شامل وي.»  

په دې غونډه کې د ایران، قزاقستان، قرقیزستان، روسیې، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د ملي امنیت سلاکارانو او منشیانو یې د افغانستان پر وروستیو تحولاتو بحث وکړ.

په دې غونډه کې د هند د ملي امنیت سلاکار وویل چې، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ګاونډي هېوادونه باید ګډه کړنلار ولري.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال وویل:«موږ په دغه هېواد کې تحولات په بشپړه توګه څارو. ځکه دغه تحولات نه یوازې پر افغان ولس بلکې پر ګاونډیو او سیمې هېوادونو هم اغېز لري. اوس زموږ او د سیمې د هېوادونو تر منځ د بحث د همغږۍ او همکاریو وخت دی.»

د دغې غونډې ګډونوالو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د افغانستان له خاورې باید د ترهګرو د امن پټن ځای په توګه کار وانه خیستل شي.

په دې غونډې کې همداراز د ټول ګډونه دولت پر جوړېدو، د ښځو او ماشومانو د حقونو پر نه نقضېدو، د لږکیو د حقوقو تضمین او په بېړه افغانستان ته د بشرپاله مرستو پر رسولو هم خبرې شوې دي.

کابل بیا هیله من دی چې، دغه غونډه د افغانستان په ګټه تمامه شي.

په دې غونډه کې له افغانستانه کوم استازی نه و غوښتل شوی او همداراز چین او پاکستان هم ونه غوښتل چې، د هند په کوربتوب د سیمې په دې امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه