د کونسلي خدمتونو د بیا پېل په تړاو د هند په حیدراباد کې د افغانستان د سر کونسل له خبرو وروسته، اوس د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام باغچي په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پېلېدو خبر ورکوي.
خو ښاغلی باغچي وايي چې د اسلامي امارت د حکومت د رسمیت پېژندلو په دریځ کې یې بدلون نه دی راغلی.
ارېندام باغچي وايي:«په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت او په حیدر اباد او ممبي ښارونو کې د افغانستان کونسلګرۍ فعالې دي. تاسې د هغوی پر ودانیو له ځړول شویو بیرغونو پوهېږئ. د رسمیت پېژندنې په تړاو زموږ دریځ نهدی بدل شوی، افغان ډیپلوماټان همدلته دي چې افغان وګړو ته کونسلي خدمتونه وړاندې کړي.»
د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې په هند کې د افغانستان سفارت د فعالیت بیا پېل به د کابل او ډيلي ترمنځ د اړیکو په ښه والي کې ګټور پرېوځي.
د سیاسي چارو شنوونکی محمد متین محمدخېل په دې هکله وايي:«ښه خبره ده چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ډپيلوماټیکې او ښې اړیکې ولري او هغه هېوادونه چې د افغانستان په تړاو اندېښنه لري باید د هغو هېوادونو غوښتنو ته له ډپيلوماټیکې لارې ځواب ورکړل شي.»
د سیاسي چارو شنوونکی امانالله هوتکي هم وویل:«د سفارت پرانیستل موږ ته مثبت پرېوځي او زه هغه ته په مثبته ګورم. په دې کار کې هم د ملت ګټه ده او هم د حکومت.»
تر دې مخکې، د هند په حیدراباد کې د افغانستان د سر کونسل، سید محمد ابراهیم خېل ویلي و چې په هند کې د افغانستان کونسلي خدمتونه بیا پېل شوي دي.
ښاغلي ابراهیمخېل زیاته کړې وه چې د هند حکومت د غوښتنې پر بنسټ یې د ممبي د سر کونسلې، ذکیې وردګ په همکارۍ د افغانستان سفارت د کونسلي خدمتونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
په دې اړه مو اندونه