Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د پاسپورټ ریاست کارونه تر بلې خبرتیا بند شول

د پاسپورټ عمومي ریاست مشر عالم ګل حقاني بېګاه (دوشنبه د لړم په ۲۴ مه نېټه) یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې کابل کې د پاسپورټ ریاست کارونه تر بلې خبرتیا بند شول.

ظاهراً حقاني د دې پرېکړې لامل تخنیکي او په ځانګړې توګه د پاسپورټ اخېستونکو د بایومټریکولو وسیلو کې ستونزه یاده کړې.

د پاسپورټ ریاست مشر عالم ګل حقاني وایي، چې د تخنیکي ستونزې تر حل وروسته به، په کابل کې د دې ادارې چارې بېرته پیل شي.

د پاسپورټ عمومي ریاست مشر زیاتوي، چې له کابل پرته په نورو ولایتونو کې چې د پاسپورټونو د وېش چارې پیل شوې دي، اوس به هم روانې وي.

څو ورځې وړاندې په بلخ، هرات، کندهار، کندوز، ننګرهار، خوست او پکتیا کې د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وایي، چې دې وزارت د جعلي پاسپورټونو د جوړولو په تور ۶۰ کسان نیولي دي.

خوستي پر ټویټر لیکلي:"د کورنیو چارو وزارت کورني امنيت ۶۰ تنه جعلي پاسپورټ جوړونکي، کمیشن‌کاران، د اسلامي امارت په نوم جعلي اخطار نامو جوړونکي نیولي دي. په دوی کې د پاسپورټ ریاست کارمندان هم شامل دي."

د مخکیني حکومت تر پرځېدا راوروسته، د تېرې مېزان میاشتې په ۱۳ مه نېټه، د پاسپورټونو وېش بېرته پیل شوی وو.

د پاسپورټ ریاست د معلوماتو پر بنسټ په تېرو نژدې ۴۰ ورځو کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

د پاسپورټ عمومي ریاست مشر وایي، د تخنیکي ستونزو له کبله د لنډې مودې لپاره یوازې کابل کې د پاسپورټ ریاست کارونه بند شول.

شریک یي کړئ