د رییسالوزرا دوو مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د جرمني او هالنډ له ځانګړو استازو سره په کابل کې وکتل.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعامالله سمنګانی وایي، چې دې کتنه کې افغانستان سره د جرمني او هالنډ په اړیکو، بشري مرستو او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت خبرې شوې دي.
ملا برادر ویلي، چې امریکا باید د افغانستان پولي زېرمې له کنګل نه وباسي ځکه دا د افغانستان د خلکو شتمني ده.
ملا برادر ویلي:"کنګل شوې شتمني د افغانستان د خلکو ده او موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان وضعیت ته پاملرنه وکړي که نه منفي اغېز به یې پر ټولو وي."
له دې سره افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ټینګار کړی دی.
له دې سره د رییسالوزرا یوه بل مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې افغانستان له جرمني سره ښې اړیکې غواړي.
حنفي زیاته کړې، چې جرمني، هالنډ او نور هېوادونه کولی شي افغانستان کې بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
په دې اړه مو اندونه