Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خصوصي سکټور د ستونزو پر حل د ملا عبدالغني برادر ټینګار

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مالیې، ټرانسپورټ او هوایي چلند، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او خصوصي سکتور له سرپرستانو او یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د خبرپاڼې له مخې په دغه لیدنه کې، ښاغلي برادر د سوداګرو لپاره د رامنځته شویو ستونزو د حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له یادو وزارتونو د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد په دې هکله وايي:«له بېلابېلو وزارتونو سره یې لیده کاته کړي دي هغوی ته یې ځانګړې لارښونې لرلې دي، هم د ټرانسپورټ او هم د مالیاتو او زموږ سوداګرو ته د اسانتیاو د رامنځته کېدو په هکله هڅې وشي، د هغوی ستونزې له اقتصادي کمېسیون سره په همغږۍ حل شي په دې برخه کې ټول وزارتونه دنده لري باید جدي اقدامات ترسره کړي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په دې هڅه کې دي چې د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی څرګندوي:«د ترانسپورټ او د نوبت په برخو کې ستونزې وې، سوداګرو ډېر شکایت درلود او بیه لوړه وه، له هراته تر کابله کابو ۲۵۰۰ ډالره کرایه اخیستل کېده او موږ غواړو چې له بدیلې لارې استفاده وکړو.»

خو ځينې سوداګر بیا وایي چې د سوداګرۍ د ښه کېدو لپاره یې باید پر ستونزو په سمه توګه غور وشي.

سوداګر محبوب الله محمدي طلوع‌نیوز ته وویل:«حکومت د سوداګرۍ د اسانتیا د زیاتوالي لپاره باید ژر تر ژره د ګمرکونو او ټرانزیټ د برخو ستونزو حل په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.»

بل سوداګر زلمی عظیمي هم وايي:«د پاکستان له لارې چې موږ افغانستان ته واردات لرو، له دې لارې سوداګري باید مشخصه شي او پاکستان تل په دې لاره کې ستونزه رامنځته کوي له جناب ملا برادر سره مو لیدنه لرله، وزیر صاحبانو ته یې لارښونه وکړه، کمېسیون دې جوړ شي چې ستونزو ته رسېدنه وشي.»

تر دې وړاندې هم د بېلابېلو ولایتونو ځينې سوداګر په کابل کې راټول شوي وو، او له سوداګرو یې له ټاکل شوي حده د لوړې کرایې د اخیستو له امله د ټرانسپورټ کمېسیون د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه