Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران ته د ا.ا د پلاوي سفر؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځينو هوکړو لاسلیک کېدل

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې تېره ورځ(جمعه) له ایرانه راستون شوی، د دغه هېواد له دولتي مسوولانو او خصوصي سکټور سره د څو هوکړه لیکونو د لاسلیک خبره کوي.

ښاغلي برادر په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې دغه هوکړه لیکونه د دواړو هېوادونو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده چې کولای شي د کابل او تهران تر منځ ښه سوداګریزه زمینه را منځ ته کړي. 

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې تړاو وايي:«له دولتي مسوولانو او خصوصي سکټور سره مو څو هوکړې لاسلیک کړې چې ان‌شاالله د کابل او تهران لپاره به یوه لویه لاسته راوړنه واوسي.»

ښاغلي برادر زیاته کړه چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې یې ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته د افغانستان د توکو د صادرولو لپاره، پر یو مناسبې لارې هم خبرې کړې دي. 

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، ویلي چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې یې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو او د هېواد په بندرونو کې د ننګونو پر حل خبرې اترې کړې دي. 

هغه وویل چې، سوداګر کولای شي سبا ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته خپل توکي صادر کړي. 

ښاغلي عزیزي په دې تړاو زیاته کړه:«ژمنې وشوې چې تاسو سبا هم کولای شئ چې د چابهار بندر له لارې خپل صادرات او واردات په خیر سره پېل کړئ.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه راز ټينګار کړی چې له ایراني چارواکو سره یې د یو کمربند او یوې لارې پر پروژې هم خبرې کړې دي. 

د کابل او تهران د چارواکو تر منځ، د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون ناستې، د نړۍوال سړک د لېږد رالیږد همکارۍ د ګډې کمېټې ناسته، د ایران او افغانستان د رېل پټلۍ ادارو هوکړه لیک، د اسلامي امارت او اصفهان تر منځ د وسپنې ویلي کولو شرکت د همکارۍ هوکړه او د ازادو سیمو تر منځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، ویلي چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې یې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو او د هېواد په بندرونو کې د ننګونو پر حل خبرې اترې کړې دي. 

تصویر بندانگشتی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې تېره ورځ(جمعه) له ایرانه راستون شوی، د دغه هېواد له دولتي مسوولانو او خصوصي سکټور سره د څو هوکړه لیکونو د لاسلیک خبره کوي.

ښاغلي برادر په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې دغه هوکړه لیکونه د دواړو هېوادونو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده چې کولای شي د کابل او تهران تر منځ ښه سوداګریزه زمینه را منځ ته کړي. 

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې تړاو وايي:«له دولتي مسوولانو او خصوصي سکټور سره مو څو هوکړې لاسلیک کړې چې ان‌شاالله د کابل او تهران لپاره به یوه لویه لاسته راوړنه واوسي.»

ښاغلي برادر زیاته کړه چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې یې ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته د افغانستان د توکو د صادرولو لپاره، پر یو مناسبې لارې هم خبرې کړې دي. 

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، ویلي چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې یې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو او د هېواد په بندرونو کې د ننګونو پر حل خبرې اترې کړې دي. 

هغه وویل چې، سوداګر کولای شي سبا ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته خپل توکي صادر کړي. 

ښاغلي عزیزي په دې تړاو زیاته کړه:«ژمنې وشوې چې تاسو سبا هم کولای شئ چې د چابهار بندر له لارې خپل صادرات او واردات په خیر سره پېل کړئ.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه راز ټينګار کړی چې له ایراني چارواکو سره یې د یو کمربند او یوې لارې پر پروژې هم خبرې کړې دي. 

د کابل او تهران د چارواکو تر منځ، د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون ناستې، د نړۍوال سړک د لېږد رالیږد همکارۍ د ګډې کمېټې ناسته، د ایران او افغانستان د رېل پټلۍ ادارو هوکړه لیک، د اسلامي امارت او اصفهان تر منځ د وسپنې ویلي کولو شرکت د همکارۍ هوکړه او د ازادو سیمو تر منځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه