Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سعودي عربستان کابل کې خپل کونسلي فعالیتونه بېرته پیل کړل

د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د سعودي عربستان د ډېپلوماټانو د یوې څورلس کسیزې ډلې د بېرته راتګ او د کونسلګریو د فعالیتونو له بیا پيل خبر ورکوي.

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس د سعودي د ډيپلوماټانو د بېرته راتګ هرکلی کوي او وایي هیله من دي چې دا په هېواد کې د سعودي عربستان د سفارت د پرانېستل کېدو پېلامه وي.
                       
د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ولي الله شاهین وايي:«په اسلامي هېوادونو کې د سعودي عربستان رول ډېر ډاګیز دی او افغانستان ته د دوی د موجودیت لید موږ ته د اهمیت وړ دی.»

له دې سره جوخت هندي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د هند یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې د دغه هېواد حکومت تر اوسه په افغانستان کې د خپل ماموریت بېرته پېلېدو ته قانع شوی نه دی، خو د هند د سټراټېژۍ په تړاو بحثونه روان دي او دغه هېواد په افغانستان کې د خپل ماموریت د بېرته پیلېدو د لارو چارو د ارزولو په حال کې دی. 

د  بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس هم دا خبره مني او زیاتوي چې یوازې هند نه بلکې نورو هېوادونه هم له افغانستان سره د خپلو اړیکو د بېرته پېلېدو غوښتونکي دي.
                      
ښاغلی شاهین زیاتوي:«نه یوازې د هند هېواد بلکې د نړۍ ډېری هېوادونه غواړي چې افغانستان ته راستانه شي او خپل سفارتونه پرانیزي.»
  
بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د سعودي عربستان د ډېپلوماټانو د څورلس کسیزې ډلې د راتګ او د عربستان د کونسلي خدمتونو د بېرته پېلدو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
                          
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وویل:«یو ډېر شمېر افغانان په سعودي عربستان کې ژوند کوي چې غواړي ځينې یې افغاسنتان ته واستوي په افغانستان کې دا ډول اړیکو لپاره یوه دفتر ته اړتیا لري، خو حکومت په رسمیت نه پېژني.»
                          
د سیاسي چارو شنونکی عمران افغان څرګنده کړه:«سعودي عربستان غواړي چې په افغانستان کې یو مهم رول لري، لکه چې افغانستان د اسلامي هېوادونو په کچه یو مهم هېواد دی او اسټراټېژیک موقعیت لري او همدارنګه د ایران استازو هم افغانستان ته سفر درلود او عربستان هم غواړي چې له ایران شاته پاتې نه شي او څو ګامه مخته پورته کړي.»

اوس مهال په افغانستان کې د ایران، پاکستان، چین، روسیې، ترکیې، قطر، قرغیزستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او اېټالیا د هېوادونو سیاسي استازولۍ کونسلي خدمتونه ترسره کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه