Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م: افغانستان کې تر۵۰ سلنه زیاتې ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق استازی وايي، د دوی د څېړنو له مخې په هرو دوو ساعتونو کې یوه امیندواره مېرمن د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله مري.

د ملګرو ملتونو صندوق وايي، تر نیمايي زیاتې افغان مېرمنې له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ دي چې که نړیواله ټولنه د دوی ننګونو ته ژر تر ژره رسیدګي ونه کړي، په افغانستان کې به د ښځو وضعیت لاپسې خراب شي.

دغه صندوق په خپل یوه راپور کې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې له نهو مېلیونو څخه زیاتې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په هرو دوو ساعتونو کې یوه امیندواره مېرمن د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله مري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د صندوق استازی الکساندر ساشا بودیروزا وویل، "موږ د هغو هڅو ملاتړ کوو چې ډاډ ترلاسه شي چې افغان میرمنې په خوندي توګه زیږون کوي ​​او له تاوتریخوالي څخه پاک ژوند کوي، که موږ په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتو، د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو بشري حقونه باید خوندي او درناوی ورته وشي."

په همدې حال کې د هېواد ښځینه ډاکټرانې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غوښتنه کوي، چې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ښځو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

زهرا بارکزۍ، چې د نسايي ولادي ډاکتره ده، وایي: "د هېواد په روغتونونو کې روغتيايي وضعيت ډېر د اندېښنې وړ دى، موږ هر ساعت يوه ناروغه مېرمن له لاسه ورکوو، ځکه چې د وسايلو کمښت او د درملو نشتوالى د دغه حالت لامل شوى دى."

د بشري حقونو یوه فعاله، بنفشه یعقوبي وایۍ: "دغه رپوټونه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ښيي، ښايي د افغانستان په لرو پرتو ولایتونو کې د تاوتریخوالي ډیرې نورې پېښې هم وي، چې په دې راپور کې نه دي شاملې شوې."

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دا ارقام نه شي تاییدولی، دوی زیاتوي چې په روغتیايي برخه کې ستونزې شته.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال، عبدالباري عمر وویل، "موږ کومه نوې سروې نه ده کړې چې په رسمي توګه د میندو د مړینې کچه تایید کړي، خو موږ منو چې ستونزې شته موږ هڅه کوو څو دغه ستونزې ژر تر ژره حل کړو."

ډاکټر زهرا محمدي وویل: "دا ټول د خراب اقتصادي وضعیت له امله دي، موږ داسې میندې لرو چې خوار ځواکي او معیوب ماشومان زیږوي."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر  په دې وروستیو کې ویلي چې د نومبر تر نیمايي پورې ۶۷۰ زره کسان په افغانستان کې له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي چې په سلو کې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي چې د اقتصادي ستونزو سربېره له جدي روغتیايي ننګونو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ټولیز صندوق استازی وايي چې د دوی د څېړنو پربنسټ، په هرو دوو ساعتونو کې یوه امیندواره ښځه د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله مري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه