Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کاکا مراد د ترور دویم تلین؛ دوسیه یې لاهم نه ده څېړل شوې

د دې سربېره چې په افغانستان کې د مشهور ډاکټر او مرسته کوونکي د ټېټسو ناکامورا له تروره دوه کاله تېرېږي، لا هم د هغه د دوسیې په هکله څوک نه دي نیول شوي.

ناکامورا دوه کاله مخکې هغه مهال چې له خپلو همکارانو سره جلال اباد ښار ته تللی و، پرې وسله وال برید وشو او ووژل شو.

اسلامي امارت چې ناکامورا د یوه نېک نامه او افغانستان دوسته ګڼي، د هغه د دوسیې د څېړنې خبر ورکوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وايي:«د ناکامورا مرموزه وژنه څېړو ترڅو یې وژونکي پیدا کړو.»

د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخېل په خپل فېسبوک پاڼه پاکستاني طالبان د ناکامورا د ترور عاملین ګڼلي او زیاته کړې یې ده چې، ناکامورا د دوو پاکستانیانو هر یو امیر نواز مشهور په حاجي دوبۍ او حمزه وژل شوی دی. د نوموړي په وینا، له یادو کسانو یو یې په کابل کې وژل شوی او دویم یې چې، حمزه نومېږي په پاکستان کې دی.

په ننګرهار کې یو شمېر ابادۍ د دغه ولایت اوسېدونکي د جاپاني ډاکټر او مرسته کوونکي تیتسو ناکامورا یاد تازه کوي.

ناکامورا چې، په کاکا مراد مشهور و، دوه کاله مخکې ترور شو؛ خو لا هم د ننګرهاریانو په زړونو کې ځای لري او په دغه ولایت کې یې له فعالیتونو یادونه کوي. 

د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د مراورید په نامه یو کانال د ناکامورا په هڅو سره جوړ شوی دی. د دغه ۲۴ کیلومتري کانال چارې ۱۸ کاله مخکې د ناکامورا له لوري پیل شوې وې او په سرته رسېدو سره یې ګڼې ځمکې زرغونې شوې.

۴۵ کلن غلام خان کاکا مراد ته له نږدې کسانو وو او له ۱۷ کلونو راهیسې له دې ځایه ساتنه کوي او د ناکامورا د هڅو په تړاو داسې وايي:«تراوسه افغانستان کې چا د کاکا مراد په اندازه کار نه دی کړی.»

ناکامورا له دې سربېره د کونړ د سیند د اوبو د مدیریت لپاره په ننګرهار کې لس لوی او واړه بندونه هم جوړ کړي او په دې بندونو سره د دغه ولایت څه باندې ۲۵ زره هکتاره ځمکه خړوبېږي او شاوخوا یو مېلیون کسان له دغو پروژو برخمن شوي دي.

کروند ګر ګل امین وايي:«دلته دښته وه، هېڅ په کې نه وو. کرنه نه وه دا ټول د کاکا مراد له برکته دي.»

ناکامورا په ننګرهار کې یو شمېر جوماتونه، پارکونه، ۵ کلینیکونه او لسګونه نورې ټولګتې پروژې هم عملي کړي دي.

ځایي اوسېدونکي وايي، په افغانستان کې د ناکامورا د خدماتو احسان من دي او له دې امله چې، لا تر اوسه د هغه قاتل نه دی مشخص شوی سخت ګیله من دي.

دغه جاپاني ډاکټر ۷۳ کلونه عمر درلود او دوه کاله مخکې د لیندۍ پر ۱۲مه په جلال اباد ښار کې له خپلو همکارانو سره په نښه شو او ورسره پنځه افغان همکاران یې هم ووژل شول.

تېر حکومت د ناکامورا هڅو ته د درناوي په موخه هغه ته د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړی و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه