اسلامي امارت وايي، د لوګر مېس عینک پروژې چارې له سره پیل شوې او تمه ده چې د مېس عینک پروژې قرارداد پر بنسټ څه باندې ۶٫۸ مټر مکعب مېس چین ته ولېږدول شي.
دا پروژه په افغانستان کې له چین سره یو له مهمو پروژو ګڼل کېږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «یو له مهمو پروژو څخه چې چین ۱۳ کاله مخکې غوښتل کار پرې وکړي او هغه وخت یې تړونونه هم لاسلیک شوي وو، موږ غواړو له چین سره دا پروژه وروستۍ کچې ته ورسوو.»
ښاغلی مجاهد همداراز له پانګهوالو غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
بلخوا د کانونو او پټرولیېم وزارت سرپرست له صنعتکارانو سره په ناسته کې ویلي، افغانستان ډېرې زېرمې او سرچینې لري چې که په سم ډول ترې ګټه پورته شي؛ په افغانستان کې بېوزلي پایته رسېږي.
د کانونو او پټرولیېم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور وویل: «که چېرې زموږ یو کان په منظم ډول وکېندل او پروسس شي؛ په همدې یو کان ټول افغانستان جوړېږي.»
ورته مهال د وسپنې ویلې کولو کارخونو مسوولان وايي، په هېواد کې نږدې ۴۲ د وسپنې ویلې کولو فابریکې فعالیت کوي چې په دې کارخونو کې له ۲۰ زرو ډېر کسان په کار بوخت دي.
د دې کارخونو مسوولان له کانونو او پټرولیېم وزارته غوښتنه کوي چې د کانونو کېندولو په برخه کې دوی ته زمینه برابره کړي.
د وسپنې وېلې کولو کارخونو ټولنې رییس پروېز خواجهزاده وايي: «ډېرې هڅې مو وکړې چې د کانونو په کېندلو کې ونډه واخلو، خو له بده مرغه داسې و نه شول او اوس زموږ تمه دا ده چې په نږدې راتلونکې کې په لومړي ځل موږ او تاسو په دې وتوانېږو چې په افغانستان کې وسپنه استخراج کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د صنایعو او کانونو خونه وايي، په هېواد کې ډېری کارخونې د اوومه موادو د کمښت او د سوړ بازار له کبله تړل شوي او د کارخونو لسګونه کارکوونکي بېزوګاره دي.
په دې اړه مو اندونه