Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مخکیني حکومت له پرځېدو راهیسې د۴۰سلنه رسنیو فعالیتونه درېدلي دي

د بې پولې خبریالانو سازمان او د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه په یوه رپوټ کې واي چې د مخکیني حکومت له پرځېدو تراوسه، په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو په برخه کې ډېر بدلونونه راغلي دي.

د دغو بنسټونو د یوې نظرپوښتنې د موندنو پربنسټ، د روان کال د زمري میاشتې له ۲۴مې، په ټول کې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او ۶۴۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او ډېر زیان هم ښځينه خبریالانو ته رسېدلی دی. د دغه بنسټونو په وینا، ۸۴ سلنه ښځينه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د دغې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې له هرو پنځو ښځيه خبریالانو څلور تنه یې بې کاره شوې دي.

د دغو دوو بنسټونو د شمېرو پربنسټ واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو مخکې د روان کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې ۵۴۳ رسنیو فعالیت درلود چې دغه شمېر د روان کال د لیندۍ په لومړنۍ نېټې ۳۱۲ تنو راکم شو چې د درې میاشتو په لړ کې د رسنیو په فعالیت کې ۴۳ سلنه کمښت ښيي.

د بې پولې خبریالانو سازمان او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي چې نوي محدودیتونه او اقتصادي ستونزې د رسنیو د فعالیتونو د درېدو او د ښځينه خبریالانو د بې کارېدو لاملونه دي.

د بې پولې خبریالانو د افغانستان او ایران د دفتر مسوول رضا معیني وايي:«بیړنۍ اړتیا ده چې په افغانستان کې په ځنځره يي توګه د رسنیو د تړل کېدو مخنیوی وشي او د هغه پر ځای د رسنیو درناوی او ازادي د حکومت په لومړیتوب بدل شي. د اطلاع رسونې د مسلکیانو امنیت، د ښځينه خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د دندې راتلوونکی، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، له اهمیت لرونکو پوښتنو څخه دي چې باید حکومتي چارواکي هغوی ته پاملرنه وکړي.»

بلخوا د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته، د ډېر شمېر محلي خصوصي رسنیو فعالیتونه په ډېریو ولایتونو کې درېدلي دي. د دغو دوو بنسټونو په رپوټ کې راغلي دي چې په پروان ولایت کې له ۱۰ فعالو رسنیو یوازې درې رسنۍ فعالیت لري، او په هرات ولایت کې له ۵۱ رسنیو یوازې ۱۸ هغو یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي؛ په ولایتونو کې د رسنیو په فعالیتونو کې ۶۵ سلنه کمښت ښيي.

د دوو بنسټونو د رپوټ پربنسټ، په کابل کې هم د رسنیو فعالیتونه کم شوي دا ډول چې له هرو دوو رسنیو د هغه یوه تړل شوې ده، دا د هېواد په پلازمېنه کې د رسنیو په فعالیتونو کې د ۵۱ سلنې کمښت ښودنه کوي. 

د دغو بنسټونو د موندنو پر بنسټ د روان کال د زمري له ۲۴مې نېټې مخکې په کابل کې ۱۴۸ رسنیو فعالیت درلود چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره دغه شمېر ۷۲ ته راټيټ شو.

د افغانستان د ازاد ژورنالېستانو د ټولنې اجرايي رییس حجت الله محددي وايي:«دا شمېر، د نیمو رسنیو تړل کېدل او په رسنیو کې د ۶۰۰۰ زره دندو له لاسه وتل په هېواد کې د بیان ازادۍ او اطلاع رسونې ته ناورین دی. که چېرې نړۍوال بنسټونه له خبریالانو او رسنیو سره مرسته ونه کړي او که چېرې حکومت جدي او بیړني ګامونه پورته نه کړي، نیم نور خبریالان او رسنۍ چې په ستونزمن حالت کې په کار بوخت دي، د تړل شویو رسنیو او بې کاره شویو خبریالانو له برخلیک سره مخامخ شي.»

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې له رسنیو او خبریالانو په تعریف شوي چوکاټ کې ملاتړ کوو.

هغه زیاتوي:«اسلامي امارت د بیان له ازادۍ او رسنیو په تعریف شوي چوکاټ کې ملاتړ کوي. لومړی رسنۍ باید د هېواد ملي ګټې رعایت کړي او وروسته اسلامي ازښتونو ته ژمن وي او اشخاصو ته سپکاوی ونه کړي.»
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه