Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شاهزۍ مریم نعیم مړی کابل کې خاورو ته وسپارل شو

شاهزۍ مریم نعیم، د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه لور نن د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه. هغه د ظاهر شاه دویمه لور وه او تېره ورځ د ۸۶ کلنۍ په عمر ومړه.

خپلوان یې وايي چې هغې په هېواد کې د سولې او ټيکاو د ټينګښت هیله لرله او تل یې ښځې د زده کړو ترلاسه کولو په برخه کې هڅولې.

مریم نعیم د یوې مودې لپاره په روغتون کې تر درملنې لاندې وه او تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړه.

د شاهزۍ مریم زوی نادر نعیم وايي:«د افغانستان له کودتا وروسته له خپل پلار سره په انګلستان کې کډوال وو. درې کاله کېدل چې په خپله غوښتنه افغانستان ته راغله او له موږ سره یې ژوند کاوه. د دې سربېره چې یوه شهزادګۍ وه، خو ډېره خاکساره وه، او خلک یې تل په دې عنوان یادوي چې شاهزۍ ملنګه ده او زه ډېر ویاړم چې په خلکو کې دا لقب لري.»

په هغه وخت کې چې، محمد ظاهر شاه د افغانستان پاچا و، شهزادګۍ مریم روغتیاپاله وه او په دې برخه کې یې کار هم کاوه. د هغې خپل خپلوان وايي، هغې هیله درلوده چې، افغانستانه سوکاله شي او پرمختګ وکړي او دغې موخې ته د رسېدو یوه لار یې پر زده کړو د نجونو او ښځو سمبالېدل ګڼل.

د شاهزۍ مریم له خپلوانو حفیظ الله بارکزی وايي:«هڅه یې کوله چې له ځينو ښځو سره خبرې ولري، ښځې یې هڅولې، ښځې دې پيغامونه د خپلې کورنۍ نرینه وو ته ورسوي چې افغانستان نور د وینې تویېدنې شاهد نه وي.»

محمد ظاهر شاه دوه لوڼې او پنځه زامن درلودل او شهزادګۍ مریم د خپلې کورنۍ دویمه لور وه او د خپل ژوند ډېره برخه یې له هېواده بهر تېره کړه. له هغې یو زوی پاتې دی.

د افغانستان وروستی پاچا ظاهر شاه درې لسیزې په تبعید کې و او په ۲۰۰۱ کال کې بېرته هېواد ته راستون شو. 
ظاهر شاه هم په ۱۳۸۶ کال کې د ۹۲ کلونو په عمر په کابل کې ومړ. 

شاهزۍ مریم نعیم نن یکشنبې د کابل په مرنجان غونډۍ کې د خپل پلار محمد ظاهر شاه قبر ته نږدې خاورو ته وسپارل شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه