Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل هوايي ډګر د اداره کولو لپاره د خبرو دوام

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې، شونې ده د کابل نړۍوال هوایي ډګر د قطر، ترکیې او متحده عربي اماراتو له لورې په ګډه اداره شي.

د ډیلي صباح ورځپاڼې د راپور له مخې چاووش اوغلو منلي چې ترکیه او قطر د افغانستان پنځه هوایي ډګرنو د ادارې کولو په اړه له اسلامي امارت سره هوکړې ته نه دی رسیدلي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې متحده عربي امارات غواړي چې ترکیه او قطر په ګډه د کابل د هوایي ډګر چارې مدیریت کړي.
  
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو وايي:«موږ له قطر سره هوکړه کړې ده، موږ په دوحې کې خبرو ته دوام ورکوو څو وګورو چې شرکتونه د هوایي ډګر د عملیاتو پر سر څه هوکړې ته رسېږي. اماراتو ویلي دي چې عملیات به په درې اړخېز ډول پرغاړه واخلي.»

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت وایي چې تر راروانې یوې میاشتې به پر شرایطو برابر یو شرکت سره د هېواد د هوایي ډګرونو تړون لاسلیک شي.
 
د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«له هر یوه سره به جلا توګه خبرې کوو او خپل شرایط وړاندې کوو او انتخاب کوو.»

اسلامي امارت وایي چې د هېواد د هوایي ډګرونو د خدمتونو د وړاندې کولو د تړون په تړاو د اماراتو، ترکیې او قطر له استازو سره خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم څرګندوي:«د هوايي ډګرونو د معیاري کولو لپاره، خبرې اترې جریان لري او تراوسه له کوم هېواد سره هوکړه نه ده شوې.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکی په دې باور دي چې درېیو هېوادونو ته به د هېواد د هوایي ډګرونو د مدیریت سپارل کېدل له سیاسي او اقتصادي پلوه د هېواد په ګټه وي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان د الوتنو او د هېواد هوایي ډګرونو خوندي کول د سوداګرۍ او پانګونې په وده کې مهم بولي او له اسلامي امارت نه غواړي چې د کابل د هوایي ډګرونو تړون له داسې شرکت سره لاسلیک کړي چې د هېواد په هوايي ډګرونو کې معیاري او غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د جمهوریت تر سقوط مخکې، ترکیې د ناټو ځواکونو په اډانه کې د کابل د هوایي ډګر د نظامي برخې مسوولیت پرغاړه درلود او ملکي برخه یې د یوه اماراتي شرکت له لوري مدیریت کېدله.

له هېوادنه بهر هم یو شمېرسوداګرو د  کارو بار او سوداګرۍ د ښه کېدو لپاره له اسلامي امارت نه غوښتي دي چې د کابل د هوايي ډګر مدیریت متحده عربي امارتو ته وسپاري.

د شمېرو له مخې، په متحده عربي امارتو کې د پاموړ افغان پانګوالو پر فعالیت سربېره، اوسمهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان حضور لري چې ډيری یې د کاروبار او دندو له لارې عواید ترلاسه کوي چې بالاخره دغه عواید د افغانستان اقتصاد ته راځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه