Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي د ځينو ستنو ویجاړول

په هغو ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، لیدل کېږي چې د اسلامي امارت ځينې ځواکونه د نیمروز ولات په چهار برجک ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي د ستنو د ویجاړولو په حال کې دي.

په دې ویډیوګانو کې اسلامي امارت پاکستاني سرحدي ځواکونو ته ګواښ کوي که چېرې د اغزن مزي له لګولو ډډه ونه کړي؛ نو له بدو پایلو سره به مخ شي.

د اسلامي امارت یو غړی چې په دغې ویډیو کې یې څېره نه ښکاري وايي:«مجاهدین پسې ورغلل او د پاکستان ډارنه مېلشه وتښتېده، مجاهدینو د دوی وسایل او وسایط ټول له ځان سره راوړل.»

تر دې مخکې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې چې، ډيورنډ کرښې ته نږدې دي، هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.

پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج په دې هکله وايي:«که ریښتا طالبان د حکومت په حیث باندې غواړي چې دغه مسله حل کړي، د دولت په حیث باندې یا په کورنۍ کچه د دواړو هېوادونو او یا په نړۍواله کچه خپله اعلامیه ورکړي او خپل دریځ دې غوڅ معلوم کړي او په بهرنۍ پالیسۍ کې دا مسله حل کړي چې تر اټکه خپله خاوره غواړي که نه غواړي.»

اسلامي امارت لا تر اوسه په رسمي توګه دغه ویډیوګانې رد او یا هم تایید کړي نه دي؛ خو د خبرو له لارې د دغه ډول ستونزو پر حلېدو یې ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«موږ هڅه کوو چې ټول مسایل د خبرو له لارې حل شي چې د جګړې لپاره موه برابره نه شي.»

د ډيورنډ پر فرضي کرښې د اغزن مزي د غځولو مسله د افغانستان د تېر حکومت او پاکستان تر منځ یو له جنجالي مسایلو هم وه؛ خو د کابل له مخالفت سره سره اسلام اباد پر دغې کرښې اغزن مزي غځولو ته دوام ورکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه