Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د ننګونو له زیاتوالي اندېښنې

د ژورنالېستانو ملي ټولنه د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د ننګونو له زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه ټولنه په دې هکله د خپلو نویو موندنو له خپرولو سره وايي چې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د ننګونو زیاتوالی په هېواد کې د رسنیز چارچلن د یوې تګلارې او چوکاټ د نشتوالي له امله دی.
 
د ژورنالیستانو ملي ټولنې نن (یکشنبې د مرغومې په ۲۶مه) په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو د خپلې یوې نظر پوښتنې موندنې اعلان کړې.

 د دې نظر پوښتنې پایلې چې د ۲۵ سلنه ښځينه خبریالانو په ګډون له ۵۰۰ خبریالانو سره د مرکو په پایله کې برابره شوې، ښيي چې د رسنیو خپلواکي او آزادي تر پوښتنې لاندې راغلې ده.
 
د ژونالیستانو د ملي ټولنې مسوول مسرورلطفي وايي:«د ولایتونو په کچه د اطلاعاتو او کلتور مداخله یوه جدي ننګونه ده. کابو ۳۰ سلنه وايي چې د مرکې د ثبت پر مهال د اسلامي امارت د مسوولانو مخنیوی له جدي ستونزو دي او بالاخره ۵۰ سلنه وايي چې خلک له وضعیته وېره لري او مرکه نه کوي چې دا یې له جدي ستونزو دي.»

فرخنده هغه خبریاله ده،چې له پنځو کلونو راهیسې په تصویري رسنیو کې کار کوي. نوموړې چې پر رسنیو د محدودیتونو له لګول کېدو شکایت کوي،وایي چې په رسنیو کې کارکول په تېره بیا د مېرمنو لپاره سخت شوي دي.
 
هغې زیاته کړه:«کله چې له ښځیه برخې د رپوټونو او خبر او د سرچینو د اخیستو لپاره ځي، د وزارتونو او د سرچینو له لوري چې د اطلاعاتو د غوښتنې لپاره ځوو، وايي چې مه راځئ.»
  
خبریال خان آقا سیال هم وايي:«اسلامي امارت پر وخت د اطلاعاتو په ورکړه کړې جدي پاملرنه وکړي. ځينې وختونه خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکوي.»
    
بل خبریال رسول شهزاد څرګندوي:«هېڅ دولتي او یا هم حکومتي بنسټ ځواب ویلو ته حاضر نه دی.»

د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق او ټولیزو رسنیو  قوانین ځنډېدلې دي.
    
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د خواله رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانین تر څېړنې لاندې دي، ښايي په هغه کې ډېر بدلونونه را نه شي.»

تر دې وړاندې د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ ویلي وو چې د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته ۷۰ سلنه خبریالانو په تېره بیا ښځينه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه