د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پرون د یوې زلزلې له امله ۲۲ تنه وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د قادس ولسوال ملا محمد صالح پرديل وويل، په وژل شوي کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ځايي چارواکي وايي، په دې زلزله کې د وژل شوو او ټپیانو تر څنګ سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي.
د راپورونو له مخې د تېرې ورځې د زلزلې مرکز د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ وه. د زلزلې شدت ۵.۶ ښودل شوی او ژوروالی یې ۳۰ کیلومتره ښودل شوی دی.
په دې اړه مو اندونه