د مخکیني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د واک د ترلاسه کولو لپاره د سیاسي ډلو ترمنځ سیالیو جمهوري نظام له ماتې سره مخ کړ.
د مخکیني حکومت د ملي امنیت سلاکار له فارن پالیسي سره په مرکه کې ټينګار کوي چې د امنیتي موضوعګانو په کله د هغه او امرالله صالح معلوماتو سره همغږي نه لرله او له همدې امله د حکومت امنیتي غونډې ګټورې نه وې.
د مخکیني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي:«د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریز ټاکنو په اوږدو کې دې موخې ته رسېدل سخت شوو او یو ځل بیا د سیاسي انسجام په برخه کې زموږ شوې هڅې په بشپړ ډول له منځه ولاړې.»
دغه مخکینی امنیتي چارواکی وایي چې له سقوط څو اوونۍ وړاندې یې د نظام سقوط کېدل درک کړې و او په پلازمېنه کې د نورې وینې تویېدنې د مخنیوي د لارو چارو په لټه کې و.
ښاغلی محب یوځل بیا د جمهوریت د سقوط یو لوی لامل، له افغانستانه له قید او شرط پرته د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د جوبایډن قاطعیت بولي.
ښاغلي محب وویل:«امریکا متحده ایالتونو په هره بیه له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ پرېکړه د ۲۰۲۱ په اپرېل کې د بایډن د حکومت پرمهال وکړه. هغه اعلامیه د عطف یو ټکی و چې موږ ونه شوای کړی ځان ترې خلاص کړو. داسې برېښېده چې د طالبانو له لوري د تضمین اړتیا د افغانستان د جمهوریت د پایښت تر تضمین ډېر لومړیتوب درلود.»
بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د جمهوریت سقوط د هېواد لپاره هم ناوړه پایلې لرلې.
د سیاسي چارو کارپوه حفیظ نقي وايي:«کړنه یې له دوکې، د افغانستان د خلکو پر اوږو سپرېدل یې غوښتل، چې دغه تور بهیر له هېواده بهر هم توجیه کړي.»
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي هم څرګندوي:«په پایله کې له سقوط وروسته، له بده مرغه کډوال لرو بې وزلي لرو او د یوه سیاسي جوړښت بیا رغونه وخت نیسي، دا د دې لامل د اشرف غني او د هغه د نږدې کړۍ ځانځاني وه چې قمار یې وواهه چې دوی په خپله تر پایه په واک کې پاتې شي.»
تر دې وړاندې اشرف غني ویلي وو،چې د نوموړي یوه تېروتنه پرامریکا متحده ایالتونو باور و چې د جمهوریت د سقوط لامل شو.خو واشنګټن په وار وار د اشرف غني او د مخکیني حکومت د چارواکو تېښته د جمهوریت د نظام د سقوط لامل بللې ده.